د روژې په میاشت کې روژه نیول د اسلام له پنځو رکنونو څخه ده او پر ټولو صحي بالغو مسلمانانو چې سفر نه کوي، فرض دی.
دا میاشت مسلمانانو لپارره يوه سپیڅلې مياشت ګڼل کیږي پکې زیات عبادت او د خیراتونو ورکړې ترڅنګ نور ډير فضيلتونه هم لري.
مسلمانان پدې مياشت کې ډیر وخت د قرآن په لوستلو، اضافي لمونځونو، او د نورو سره د مهربانۍ او سخاوت په کارونو کې تیروي.
د روژې فضيلتونو او داچې آيا روژه ماتي او يا سحري کې ډير خوراک د روژې حقايقو سره په ټکر کې دی، پدې مسايلو مو ديني عالم او د اسټراليا ويکټوريا ايالت کې د عمر فاروق جومات خطيب او د افغانانو اسلامي مرکز مشر ښاغلي ډاکټر افتخار احمد سره يوه ځانګړې مرکه کړې.
دا او نورو ډيرو معلوماتو لپاره بشپړه مرکه واورئ.