د سیډني ښار په لکېمبا سیمه کې هر کال د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت یو فیسټیوال جوړېږي چې د "رمضان نایټز لکېمبا" په نوم یادېږي.
په لکېمبا سیمه کې د روژې فېسټیوال ته ځینې خلک د روژې شپنی بازار هم وايي. له دغه فېسټیوال څخه د مختلفو کلتورونو او مذهبونو خلک لیدنه کوي.
د سیډني په لکېمبا کې شاوخوا ۱۷ زره کسان ژوند کوي او تر ۶۰ سلنه ډېر اوسېدونکي یې مسلمانان دي.
په ۲۰۲۳ کال کې ۱.۴ میلیونو کسانو د لکېمبا له شپني بازار څخه لیدنه کړې و، مګر د روان کال شمېرې تر اوسه ندي شریکې شوي.
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.