پاکستان کې د روژې مياشت رارسيدو سره نرښځي محفلونو کې له نڅا او نورو تفريحي مسايلو ځان لرې ساتي او روژې نيولو سره عبادتونو ته مخ کوي.
پيښور کې نرښځو خپل د روژې مياشت تجربه له اس بي اس پښتو سره شريکه کړې.
نرښځي وايي، د کورنۍ اصل غړي ورسره نه اوسيږي او نرښځو خپل مينځ کې يو پلار، بل مور، ورور يا خور ټاکلي او يوه کورنۍ يې جوړه کړې.
نر ښځي وايي، د روژې مياشت رارسيدو سره ټول نر ښځي له يو بل سره يوځای کيږي او خپل د زړه رازونه او نورو مسايل له يو بل سره شريکوي.
نرښځي وايي، جومات ته لمونځ کولو لپاره د سړيو کالي اغوندي ولې بيا هم په لارو دوی ځورول کيږي.
نرښځي وايي، د ټولنې غړي يې په هر حالت کې ځوروي او حتی روژه کې هم پر دوی رحم نه کوي.
تاسو ته مو روژه کې د نرښځو ژوند ته کتنه کړې چې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.