په آسټرالیا کې ټول قوانین باید د شورا دواړو مجلسونو(ولسی جرګې او مشرانو جرګې) د غړو لخوا تصویب شي او تر هغې وروسته د آسټرالیا ګورنر جنرال لخوا لاسلیک شي.
د حقوقي چارو کارپوه او مدافع وکیل ډاکټر نذیر داور وایي چې د آسټرالیا سیاسي نظام یو پارلماني دیموکراتیک نظام ده چې د وېسټ منسټر (Westminster) په نوم یادېږي.
"د آسټرالیا سیاسي نظام یو پارلماني ډیموکراټیک نظام دی چې هغه ته د وېسټ منسټر سیسټم وایي، چې دا د انګلستان نه ریښه اخلي. [دا سیاسي نظام] په آسټرالیا کی هم شته، کانادا کی هم شته او نیوزیلنډ کی هم شته."
لا ډېر ولولئ
'ژوند په آسټرالیا کې': څنګه کولای شئ موتر واخلئ؟
په آسټرالیا کې دولت درې قواوې لري، مقننه، اجرائیه او قضائیه قوه.
ښاغلی داور وايي، په آسټرالیا کې د درې واړو قواوو په سر کې ګورنر جنرال ځای لري چې په آسټرالیا کې د انګلستان د ملګې دویمې الیزابیت استازی دی.
" دولت درې شاخې لري چې پارلمان ده, قضا ده او اجرائيه حکومت ده. د دغو په رأس کې ګورنر جنرال قرار لري چې د ملکه نماینده ده."
Source: AAP Image/Mick Tsikas
'د آسټرالیا پارلمان'
مقننه قوه چې په افغانستان کې ورته ملي شورا او آسټرالیا کې پارلمان وايي د دولت یو عالي ارګان دی چې د قانون جوړونې، ملت څخه استازیتوب، حکومت جوړونې او د حکومت له کړنو څخه د څارنې دنده او صلاحیت پرغاړه لري.
دوه جرګې لري چې یوې ته د استازو جرګه (House of Representatives) او بلې ته د مشرانو جرګه یا سنا وايي.
د استازو جرګې (House of Representatives) ته په افغانستان کې ولسي جرګه وايي. د آسټرالیا د استازو جرګه اوسمهال ۱۵۱ غړي لري او هر غړی د یوې انتخاباتي حوزې په استازیتوب جرګې ته لاره پیدا کوي.
ښاغلی داور وايي، هر هغه ګوند یا ډله چې د آسترالیا په پارلمان کې ډیری رایې ولري کولای شي خپل حکومت جوړ کړي او هر هغه ګوند چې له اکثریت وروسته په پارلمان کې ډیری غړي ولري، هغه د حکومت اپوزیسیون جوړوي.
" هر څوک چې اکثریت چوکۍ وګټي هغه حکومت جوړوي."
" احزاب, ګروپونه, انفرادي اشخاص چې پارلمان ته کاندید شوي دي، کولای شي د دې ګروپونو سره یوځای شي او یو اکثریت منځ ته راوړي. دا ضرور نده چې یو حزب اکثریت لاس ته راوړي."
د آسټرالیا مشرانو جرګه یا سنا ۷۶ غړي لري. په مشرانو جرګې کې له هر ایالت څخه ۱۲ غړي او له هرې سیمې څخه، ۲ غړي مشرانو جرګې ته لاره پیدا کوي.
ډاکټر نذیر داور زیاتوي چې د مشرانو جرګې غړي د ۶ کلونو لپاره ټاکل کېږي، مګر په هره دوره کې ۴۰ نوي غړي ټاکل کېږي او ۳۶ پخواني غړي په سنا مجلس پاتې کېږي.
" په سنا کې مونږ ۷۶ سیټه لرو چې هغه په شکل دې ۱۲, ۱۲ سیټو باندی تقسیم شوي په مختلفو ایالتو کې او ۲,۲ سیټه منطقو ته ورکړل شوی دی. دغه د ۶ کلونو لپاره انتخابیږې، لیکن په هر دوره د انتخاباتی کی ۴۰ نفره د دۍ سناتورانو نه نوي کیږي."
ښاغلی داور وايي، په آسټرالیا کې د ولسي جرګې له تصویب وروسته قوانین او بودیجه د دغه هېواد مشرانو جرګې ته استول کېږي. د مشرانو جرګې له تصویب وروسته ګورنر جنرال باید تصویب شوي اسناد او قوانین لاسلیک کړي ترڅو د اجرا وړ واوسېږي.
" قوانین، بودیجه او هر شی چی دي، د استازو له جرګې تېرېږي، دلته پاس کیږی. هغه بیا سنا ته ځي او د سنا له طریقه باید پاس شي. وروسته له هغې نه چې پاس شو هغه بیا ځي د توشیح لپاره ګورنر ته."
'په آسټرالیا کې درې کچې حکومت'
په اسټرالیا کې واک او مسولیت د دریو کچو حکومتونو ترمنځ ویشل شوی چې عبارت دي له فدرالي ، ایالتي او سیمه ایز حکومتونو څخه او هر حکومت د خلکو په رایه ټاکل کېږي.
په اسټرالیا کې واک او مسولیت د دریو کچو حکومتونو ترمنځ ویشل شوی چې عبارت دي له فدرالي ، ایالتي او سیمه ایز حکومتونو څخه او هر حکومت د خلکو په رایه ټاکل کېږي.
په استرالیا کې فدرال حکومت تر ټولو زیات واک او مسئولیت لري، ځکه دغه اداره د ټول هېواد د مهمو مسایلو په اړه پریکړې نیسي او د دغې ادارې ټول مهم غړي د فدرال پارلمان غړويتوب لري.له فدرالي حکومت څخه ښکته بلې سطحې ته ایالتي حکومتونه وایي چې د ایالت په کچه خپل صلاحیتونه او مسولیتونه لري.
Source: Getty Images/FotografiaBasica
په هر ایالت کې ایالتي پارلمان شتون لري چې د دغه پارلمان د غړو له منځ څخه یو تن د ایالت د مشر په توګه ټاکل کیږي.
له ایالتي حکومتونو ورسته محلي حکومتونه په ټیټه کچه واک په لاس کې لري. هر محلي حکومت ته کونسل وایي چې د یوې ځانګړې سیمې د چارو مسولیت پر غاړه لري.
سیمه ایز حکومتونه یا شورا ګانې د ایالتي حکومت لخوا جوړې شوي ترڅو د هرې سیمې خلکو ته په ښه ډول سره رسیدنه وشي او چارې ښې پرمخ ولاړې شي.
لا ډېر ولولئ
'ژوند په آسټرالیا کې': کار او د کارګرانو حقونه
'په آسټرالیا کې د مذهب آزادي'
په آسټرالیا کې د هر فرد حقونو او آزادیو ته د احترام پیاوړی دود شتون لري. د آسټرالیا حکومت ژمن دی ترڅو د بیان، نظر، مذهب، ټولنې او حرکت په شمول د دودیزو حقونو او آزادیو ساتنه او وده وکړي.
په سیډني ښار کې مېشت افغان وکیل، سیار دهسبزي وايي چې په آسټرالیا کې خلک بېلابېلې آزادۍ لري لکه د مذهب، بیان او انتخاب آزادي.
ښاغلی دهسبزي وايي چې د مذهب آزادي په آسټرالیا کې پدې معنی ده چې هر فرد حق لري ترڅو د خپلې خوښې مذهب ولري. همدا راز حق لري ترڅو هیڅ دین تعقیب نکړي.
"یو انسان او یو فرد چې په آسټرالیا کې انتخاب کوي ترڅو پدې ټولنه کې ژوند وکړي، د دغه فرد لپاره بشپړه آزادي شته ترڅو یو خاص مذهب تعقیب کړي او هېڅ مذهب تعقیب کړي."ښاغلی دهسبزي وايي، نه یواځې داچې په آسټرالیا کې د مذهب او عنعانانو د پالنې آزادي شته، بلکې د دې هڅونه هم کېږي ترڅو خپل کلتوري او مذهبی مراسم ولمانځي.
Freedom of religion and secularism in Australia Source: Getty images
"د مذهب، د کلتور، د کړه وړه او د نورو عنعناتو د دوام لپاره آزادي شته، بلکې د دې لپاره دېر تاکید کېږي ترڅو خلک په خپلو ژبو خبرې وکړي، خپل دیانت او مذهبی چارې سرته ورسوي او خپل رسم او رواج و لمانځي."
په ۱۹۰۱ م کال کې آسټرالیا یوه تاریخي پرېکړه کړې او دغه هېواد یې غېر مذهبی اعلان کړی. د آسټرالیا د اساسي قانون پر اساس خلک کولای شي د خپلې خوښې دین تعقیب کړي او حکومت هم باید ټولو مذاهبو ته په یوه سترګه وګوري.
د ۱۹۰۱ م کال اساسی قانون له جوړیدو سره حکومت نشي کولای د مذهبونو په چارو کې مداخله وکړي، يعنې هر څوک کولی شي چې اسټراليا کې خپل مذهب پر خپل خوښه پر مخ يوسي.
د نیو کاسل پوهنتون د حقونو د برخې استاد، نیل فاسټر وايي چې د آسټرالیا بنستګرانو دغه غوښتنه درلوده ترڅو په اساسي قانون کې داسې مادې زیاتې کړي ترڅو د اسټرالیا ایالتي او فدرالي حکومتونه د خلکو په مذهبي چارو کې مداخله ونکړي.
"له ډېرو کلونو راهیسې دواړو فدرالي او ایالتي حکومتونو دا منلې چې په آسټرالیا کې د یوې سالمې ټولنې رامنځ ته کولو لپاره د مذهب آزادي لازمي ده."په آسټرالیا کې د مذهب د آزادۍ ترڅنګ خلک د بیان آزادي هم لري. ښاغلی سیار دهسبزي وايي چې هر هغه بیان چې نور زیانمنوي او د نورو پر احساساتو ناوړه اغېزه کوي د هغه اجازه نشته.
Source: Readers Buzz
"نشي کولای یو څوک یو چا ته ښکنځلې وکړي او وايي چې دلته آزادي ده او زه کولای شم ورانې خبرې وکړم او پرېوتې اصطلاح و کارروم."