د افغانستان د کورني کرېکټ د ودې او وړتیا لوړولو لپاره یو نوی کلب جوړ شو

Afghanistan domestic cricket.jpg

Credit: Supplied

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د لوبډلې یوه لوبغاړي د کورني کرېکټ د ودې او د ځوان لوبغاړو د استعداد موندنې په موخه د کرېکټ یو کلب جوړ کړی دی.


د اس بي اس پښتو راپورونه او مرکې اورېدلی شئ.

ذهیب زمانخېل چې د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو ملي لوبډله کې ښه مخېنه لري، دغه ګام د کورني کرېکټ د ودې او د لوبغاړو د وړتیاوو لوړولو په موخه پورته کړی دی.

ښاغلي زمانخېل په ۲۰۱۴ کال کې کرېکټ ته مخه کړې او په ۲۰۱۷ کال کې يې د افغانستان فرسټ کلاس سیالیو ته لاره موندلې ده.

زمانخېل چې په لوبډله کې ورو توپ اچونه کوي، د افغانستان د کورنیو سیالیو په بېلابېلو فارمټونو کې یې ۴۴ لوبې کړي او ۱۴۶ ویکټې يې ترلاسه کړې دي.

ښاغلي زمانخېل له اس بي اس پښتو سره په خبرو کې ویلي چې دا مهال په کلب کې د افغانستان د ملي لوبډلې د لوبغاړو په کډون ګڼ شمېر نور لوبغاړي شتون لري. مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
LISTEN TO
Interview with Andar_cricket image

د افغانستان د کورني کرېکټ یو ځوان لوبغاړی غواړي په راتلونکې کې یو نړیوال ستوری شي

SBS Pashto

05:46
LISTEN TO
Farhan interview image

فرهان زاخیل غواړي د آسټرالیا د کرېکټ په ملي لوبډله کې شامل شي

SBS Pashto

07:20
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

د اس بي اس پښتو خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.


شریکول