د کب میاشتې ۲۷ مه په افغانستان کې د خبریالانو د ملي ورځې په نوم نومول شوې او له ۱۹۹۲ کال راهیسي دغه ورځ هر کال د ځانګړو مراسمو په ترسره کولو سره نمانځل کېږي.
خو دا درېیم کال دی، چې دغه ورځ په داسې حال کې راځي چې په افغانستان کې خبریالان له ګڼو ستونزو او ننګونو سره لاس او ګریوان دي.
د خبریالاتو له ملي ورځ سره هم مهاله په افغانستان کې میشت یو شمېر خبریالان وايي، بې کاري، اقتصادي ستونزې، اطلاعاتو ته دلاسرسي پر حق محدویتونه، د چارواکو ناسم چلند، د محدویتونو لګول او یو شمېر نورو ستونزو دوی له رسنیو سره د کار له دوام څخه زړه توري کړي دي.
په افغانستان کې میشت خبریالان داسې مهال له بې کارې او اقتصادي ستونزو سره ټګوي چې د معلوماتو پر اساس له تېرو شاوخوا دونیم کلونو راپدیخوا په دغه هېواد کې ۵۰ سلنه انځوریزې، ۴۸ سلنه غږیږي، ۶۰ سلنه خبري اژنسونه او ۸۰ سلنه انلاین رسنیو خپل فعالیتونه درولي چې له امله يې شاوخوا ۶ زره کسان ورسره بې دندې شوي دي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.