افغانستان اوسمهال د چابهار بندر له لارې له کومو هېوادونو سره سوداګري کوي؟

Afghanistan sends first export convoy to India via Iran

افغانستان هڅه کوي چې د چابهار بندر له لارې خپلې سوداګریزې ستونزې حل کړي. Source: Anadolu / AAP Image via AP

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزي اس بي اس پښتو سره په خبرو کې ویلي چې پر ایران ځینې نړیوال محدویتونه له دې لارې افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي، چې له همدې کبله باید اسانتیاوو لپار لازمې هڅې وشي.


د چابهار بندر ازادو اوبو ته د افغانستان د لار موندنې لپاره مهم ګڼل کیږي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له هند، اندونیزیا، مالیزیا او یو شمېر نورو عربي هېوادونو سره د سوداګرۍ لپاره د چابهار بندر مهمه او حیاتي بولي.

د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد اس بي اس پښتو ته وویل، له ایران سره د افغانستان سوداګریزه راکړه ورکړه اوسمهال ۳.۳ میلیارد ډالرو ته رسیدلې او دوی هڅه کوي چې دا کچه لا زیاته شي.
LISTEN TO
Rahimuddin Oryakhail report image

د کډوالو جبري ستنېدو سره همهاله، په کابل ښار کې د کورونو کرایې لوړې شوې دي

SBS Pashto

05:01
بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه که څه هم چابهار د نورو لارو پوره بدیل نه بولي، خو وايي د نړیوالې سوداګرۍ لپاره يې مهم فرصتونه رامنځته کړي دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خان جان الکوزي اس بي اس پښتو سره په خبرو کې وویل، پر ایران ځینې نړیوال محدویتونه له دې لارې افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي، چې له همدې کبله باید اسانتیاوو لپار لازمې هڅې وشي.

لا ډېر معلومات په رپوټ کې اورېدلی شئ.
LISTEN TO
Kabul_water_report image

په افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو لاملونه څه دي؟

SBS Pashto

09:33
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

د اس بي اس پښتو خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.


شریکول