د کډوالو جبري ستنېدو سره همهاله، په کابل ښار کې د کورونو کرایې لوړې شوې دي

High angle view of townscape against sky,Kabul,Afghanistan

Credit: QASIM Mirzaie / 500px/Getty Images/500px

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ستنېدو د لړۍ له پیل وروسته د پلازمینې کابل په ګډون په یو شمېر لویو ښارونو کې د کورونو کرايي او ورسره د ملکیتونو بیې د پام وړ لوړې شوې دي.


د اس بي اس پښتو راپورونه او مرکې اورېدلی شئ.
LISTEN TO
Pashto_Afghan_refugees_120425.mp3 image

پاکستان کې افغان کډوال له کومو ستونزو سره مخ دي او ولې ورته پاملرنه نه کېږي؟

SBS Pashto

07:37
د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي وايي، نه یواځي په کابل ښار کې د کورونو موندل ستونزمن شوي، بلکې د کورونو کرايې هم د پخوا په پرتله ډیرې لوړې شوې دي.

د میرویس په نوم د کابل ښار یوه اوسیدونکي اس بي اس پښتو ته وویل، له یوې خوا بې کاري ده، له بلې خوا د کور کرايي دومره لوړې شوې جې د خلکو د وس څخه پورته ده، کورونه نه پېدا کیږي ، او که شي هم، نو کرایه يې ډېره لوړ ده

هغه وايي، د کورونو ځینې څښتنان د خلکو له مجبوریته ناوړه ګټه اخلي او قصدا کرايې لوړې کوي، چې دا خلک له لا ډیر اقتصادي فشار سره مخ کوي.

نوموړی له طالبانو غواړي چې د دې وضعیت د مهار لپاره عملي ګامونه واخلي.

د طالبانو د عدلیې وزارت دغه ستونزه مني، خو ډاډ ورکوي چې شکایتونو ته به جدي رسېدنه وشي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
LISTEN TO
Report from KBL_Afghan refugees image

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په جبري ایستلو سره کومې موخې تعقیبوي؟

SBS Pashto

05:33
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

د اس بي اس پښتو خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول