آیا تاسو پوهېږئ چې د زړه ناروغي کومې نښې نښانې لري او که چېرې پرتاسو د زړه حمله راشي نو څه باید وکړئ؟
هرڅومره ژر چې تاسو د زړه د حملې نښې وپیژنئ او درملنه یې وکړئ، د بشپړ رغېدو چانس په همغومره اندازه لوړ دی.
د زړه ناروغي نورې نښې نښانې هم لري د بیلګې په توګه تاسو داسې احساس وکړئ لکه په ستونې کې مو چې څه بند اووسي، داسې احساس کېدای شي تاسو ولرئ لکه ستاسو لاس چې دروند اوسي، کیدای شي ستاسو ساه بنده شي، خوله درباندې راشي یا هم سر مو وګرځي.
که چېرې تاسو فکر کوئ چې پر تاسو یا هم پر کوم بل کس د زړه حمله راغلې نو مهرباني وکړئ ۰۰۰ شمېرې ته زنګ ووهئ.
په دغه رپوټ کې مو د همدغې موضوع په اړه معلومات را غونډ کړي دي، نورو معلوماتو لپاره بشپړ رپوټ واورئ.