کله چې له اسټراليا څخه بهر ته سفر کوئ، دا واکسينونه لازمي دي

happy traveller vaccinated Getty imges .png

The World Health Organisation recommends some routine vaccinations for all travellers.

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

استرالیایان کله چې بهر ته سفر کوي ممکن واکسین ته اړتیا ولري ترڅو خپل ځان د ساري ناروغیو په وړاندې خوندي کړي. ډير داسې ناروغۍ دي چې په آسټرالیا کې شتون نلري ولې بيا د نړۍ نورو هيوادونو کې شتون لري او ممکن تاسې له سختې ناروغۍ سره مخ کړي.


Key Points
  • سفر کول کولی شي تاسو د هغو ناروغیو سره مخ کړي چې په آسټرالیا کې شتون نلري.
  • تاسو کولی شئ د واکسین کولو له لارې خپل ځان خوندي کړئ.
  • د دې لپاره چې معلومه کړئ چې کوم واکسین ته اړتیا لرئ لږ تر لږه شپږ اونۍ مخکې له سفر څخه یو ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ټولو مسافرینو لپاره ځینې معمول واکسینونه وړاندیز کوي، او همدارنګه د هغو سیمو لپاره ځانګړي واکسينونه وړانديز کوي کوم چې ممکن ځيني ناروغۍ پکې عام وي.

جین فراولي د سیډني ټیکنالوژۍ پوهنتون کې د روغتیا پوهنځی کې د عامې روغتیا په ښوونځي کې همکار پروفیسوره ده.

هغه وايي سفر کول کولی شي خلک په جدي ساري ناروغیو اخته کړي کوم چې په آسټرالیا کې نه پیښیږي.

پروفیسور فراولي وايي: " رخصتيو دوران کې په ناروغۍ اخته کيدل يوه ډيره بده تجربه وي، او د نړۍ بیلابیلو برخو ته سفر کول یقینا تاسو د ساري ناروغیو سره مخ کوي کوم چې په آسټرالیا کې شتون نلري، یا په آسټرالیا کې عام نه دي."
Plane and vaccine Getty Images.jpg
There are several vaccines which are commonly recommended or required for Australian travellers.
د استرالیایانو لپاره چې بهر ته سفر کوي ځانګړي واکسینونه به د دوی د استوګنې ځای، هیواد او سفر مودې پورې اړه ولري.

پروفیسوره فراولي وايي هر هغه څوک چې بهر ته سفر کوي باید د آسټرالیا پریښودو دمخه خپل کورنی ډاکټر يا GP ته مراجعه وکړي ترڅو معلومه کړي کوم واکسينونه وکړي، دا به ښه وي چې لږ تر لږه شپږ يا ۱۲ اونۍ له سفر څخه مخکې واکسينونه وکړئ ترڅو هغه ستاسو په بدن کې معافيت رامينځته کړي او بيا له هغه وروسته سفر وکړئ.

د Smartraveller او HealthDirect ویب پاڼې هغه واکسینونه لیست کوي چې ممکن د سفر پرمهال ورته اړتیا وي.

د Healthdirect په وینا، ډیری داسې ناروغۍ شتون لري چې تاسو ممکن یو یا ډیرو واکسینونو ته اړتیا ولرئ، لکه:

COVID 19
هپاتیت A یا هپاتیتB
کولرا
چرګ پوکس (واریسیلا)
ټایفاید
ژیړ تبه
نري رنځ (TB)
منینګوکوکل ناروغي
جاپاني انسفلایټس
شری
انفلونزا (فلو)
تيتانوس
ليوني سپي خوړل

'یو واکسین ستاسو ژوند ژغورلی شي'

پروفیسور ووډ ټینګار کوي چې په ځینو مواردو کې، واکسین کولی شي په بالقوه توګه ستاسو ژوند وژغوري.

تاسو پدې اړه بشپړ غږيز رپوټ لرو چې پاس تڼۍ کليکاږلو سره يې اوريدلی شئ.

شریکول