د روان کال په وروستیو کې به آسټرالیایان په یوې ټولپوښتنه کې برخه واخلي او له دوي څخه به غوښتنه وشي ترڅو لاندې پوښتنې ته 'هو' یا 'نه' رایه ورکړي.
آیا تاسو په اساسي قانون کې د بدلون ملاتړ کوئ ترڅو د آسټرالیا لومړني خلک د ابوریجنل او ټوریسټریت آیلنډز خلکو د غږ په رامنځ ته کولو سره وپېژندل شي؟
مګر اصلي پوښتنه داده چې غږ څه ته وايي او د هغه د ملاتړ او مخالفت لپاره دلیلونه کوم دي؟
د ۲۰۱۷ ميلادي کال په مې میاشت کې د بومي آسټرالیایانو ۲۵۰ استازي، اولورو سره نږدې د دغه هېواد د لومړنیو اوسېدونکو د اساسي قانون په کنوانیسون کې سره راټول شوي وه او د اولورو اعلامیه یې له زړه څخه د آسټرالیا خلکو ته وړاندې کړه. د ټولپوښتنې د شورا غړې، پروفیسورې میګن ډیویس د لومړي ځل لپاره د اولورو اعلامیه لوستلې ده.
د اولورو په اعلامیې کې راغلي چې:
موږ د خپلو خلکو د پیاوړتیا لپاره د اساسي قانون د بدلون په لټه کې یو ، او په خپل هیواد کې سم او مناسب ځای درلودل غواړو. کله چې موږ په خپل تقدیر واک ولرو نو زموږ ماشومان به وده وکړي، دوی به په دوو نړیو کې ګرځي او د دوی کلتور به د دوی هیواد ته ډالۍ وي. موږ په اساسي قانون کې د لومړنیو آسټرالیایانو د غږ د رامینځته کېدو غوښتنه کوو.
د اولورو له اعلامیې څخه ۶ کاله تېر شوي، مګر اوس د دې وخت را رسېدلی ترڅو له آسترالیایانو څخه غوښتنه وشي چې په ټولپوښتنې کې برخه واخلي او رایه ورکړي.
مهرباني وکړئ، لا ډېر جزیات په رپوټ کې واورئ.
لا ډېر ولولئ

د اسټراليا هيواد منلو دود په پښتو ژبه
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له