د ۲۰۲۱ کال د آګسټ د میاشتې پر ۱۵ نېټه، په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته، طالبانو له ۶ ټولګي پورته د افغان انجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلي، مګر اوس طالبانو د افغان میرمنو پر مخ د پوهنتون دروازې هم وتړلې.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر دغه پرېکړه تایید کړې او له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه یې غوښتي ترڅو دغه پرېکړه ژر تر ژره عملي کړي.
د دې ترڅنګ چې د طالبانو وروستۍ پرېکړه په پراخه کچه غندل شوې، د افغانستان د شخصي پوهنتونونو ځینو استادانو د اعتراض په توګه له خپلو دندو استعفا ورکړې.
'موږ یواځې مه پرېږدئ'
مریم* په سلام پوهنتون کې د حقوقو پوهنځۍ د دریم کال محصله ده. هغه وايي د آزموینې لپاره یې درس ویلو چې خبره شوه نور پوهنتون ته د تګ اجازه نلري.
آغلې مریم اس بي اس پښتو راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د دغه خبر له اورېدلو وروسته یې د ضعیفۍ، ناچارۍ او بیچاره ګۍ احساس درلود او له ځان سره یې فکر کاوه چې د نړۍ په داسې یو هېواد کې پیدا شوې چېرته چې د تعلیم حق نلري.

پوهنتونو ته د تګ په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړه د فعالانو، سیاستوالو، د بشري حقونو سازمانونو او عامو افغانانو لخوا غندل شوې. Source: EPA / STRINGER/EPA/AAP Image
"هره خوا انجونو ژړل، سترګې یې سرې وې. هغوی دا هیله درلوده چې هغوی به لوړو ځایونو ته ورسېږي، خو ټولې له خاورو سره خاورې شوې."
"ټولې انجونې پدې فکر دي چې څرنګه خپل تحصیل ته ادامه ورکړي. په افغانستان کې خو نه کېږي، مجبوره دي چې ټولې له وطن څخه وتښتي."
" له نړیوالو مو دا غوښتنه ده، هیله کوم موږ یواځې مه پرېږدئ. موږ دې ته اړتیا لرو ترڅو لدې تیارو ووځو او رڼا پسې ولاړ شو."
LISTEN TO

په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د غړیتوب وړاندیز یو ځل بیا رد شو.
06:21
حمیرا عزیزی هغه افغانه انجلۍ ده چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې د آسټرالیا په بشردوستانه ویزه دغه هېواد ته راغلې.
هغه اوسمهال د آسټرالیا په سیډني ښار کې ژوند کوي او خوښه ده چې په آسټرالیا کې د کار او تعلیم حق لري. مګر په افغانستان کې د افغان میرمنو وضعیت مایوسه کړې ده.

حمیرا عزیزي
"زه د انتخاب حق لرم ترڅو وکولای شم په خپله خوښه زده کړې وکړم. که چېرې زه اوس په افغانستان کې وم نو ما به د انتخاب حق نه درلود."
آغلې عزیزي غواړي ترڅو په آسټرالیا کې د ټولنې د خدمتونو په برخه کې زده کړې ترلاسه کړي ترڅو وکولای شي له مختلفو خلکو سره په دغه هېواد کې مرسته وکړي.