Key Points
- د اسټرالیا پاسپورت د هینلي پاسپورټ شاخص له مخې د نړۍ یو له خورا "ځواکمن" څخه دی.
- د یو بالغ پاسپورټ د ۱۰ کلونو اعتبار مودې لپاره ۳۲۵ ډالر لګښت لري، او په ۲۰۲۳ کې د نوي "R لړۍ" سره پیل کیږي.
- د پاسپورټ یو له مهمو ځانګړتیاوو څخه د هغې پراخ امنیتي تدابیر دي.
که تاسو د اسټرالیا تبعه یاست او نوي پاسپورټ ته اړتیا لرئ، د دې لپاره پيسو ورکولو لپاره چمتو اوسئ.
کله چې د ویزې پرته سفر کولو خبر راځي، د اسټرالیا پاسپورت د نړۍ یو له خورا پیاوړو پاسپورټونو څخه دی.
دا د هینلي پاسپورټ وروستي شاخص کې په اتم ځای کې ځای لري چې له مخه يې آسټرالیایان کولی شي پرته له ویزې ۱۸۵ هیوادونو ته سفر وکړي.
د اسټرالیا پاسپورت هم یو له خورا ګران بیه څخه دی. کاناډا، یونان او مالټيز پاسپورتونه ټول د اسټرالیا پاسپورټ په څیر د ویزې وړیا سفر ته اجازه ورکوي، مګر د دې هیوادونو اتباعو لپاره د سفر سند ترلاسه کولو لپاره خورا لږ لګښت لري.
د بيلګې په توګه کاناډایان کولی شي د خپلو پاسپورټونو لپاره ۱۶۰ کاناډايي ډالر ورکړي، پداسې حال کې چې مالټیز يواد کې بيا د پاسپورټ قيمت ۱۰۷ ډالر او يونان کې ۱۳۰ ډالر دی.
د هغه پاسپورټونه دي چې درجه بندۍ کې له اسټراليا سره ورته دي.

Credit: SBS News
د اسټرالیا پاسپورټ ولې دومره ګران دی؟
ټیکنالوژۍ سیډني پوهنتون څخه ډیویډ بییرمن په وینا، د آسټرالیا د پاسپورټونو بیه د امنیت تدبیرونو ته منسوب کیدی شي.
ښاغلي وويل، نور هېوادونه لکه امريکا، انګلستان او کاناډا هم په خپلو پاسپورټونو کې امنيتي ځانګړتياوې لري، ولې دا دليل نشي کيدلی چې د نورو هيوادونو په پرتله د اسټراليا پاسپورټ دومره ګران وي.
د کاريګر او چاپ اضافي لګښتونه او هم کوويډ۱۹ بنديزونو لرې کيدو سره په ۲۰۲۲ کې تر ۲.۶ میلیونو ډېر اسټرالیايي پاسپورټونه صادر شوي.
ښاغلي بییرمن دا هم وویل چې د پاسپورټونو قیمت کې حکومت لپاره د "عاید لوړولو عنصر" شتون لري.
هغه وویل: "زه فکر کوم چې شاید دلیل یې دا وي ... چې حقيقت کې حکومت لدې څخه ډير ښه عايد ترلاسه کوي."
د استرالیا پاسپورټ کوم امنیتي تدابیر لري؟
د اسټرالیا د پاسپورټ دفتر د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت لاندې پاسپورټونه صادروي، او په رسمي توګه یې د R لړۍ پاسپورټ ويش پیل کړی، چې د هویت د غلا او جعل په وړاندې ځانګړتیاوې لري.
د اسټرايا پاسپورټ دفتر په وینا، د R لړۍ پاسپورټ د P لړۍ پاسپورټ په پرتله ډیر خونديدی، کوم چې د ۲۰۱۴ کال راهیسې ويشل کيدل.
د هویت د غلا او جعل کولو محافظت په څیر، د دې عکس پاڼه د "سخت، لوړ امنیت، پرت لرونکي پلاستيک" څخه جوړه شوې ده.
په نورو امنیتي ځانګړتیاو کې د الټرا وایلیټ عناصر شامل دي، او همدارنګه د امنیتي ځانګړتیاو په پاڼه کې د رنګ بدلونکي واټل (د بوټي انځور) شامل دي.
د آسټرالیا د پاسپورټ دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل "يو ملیون نوي 'R لړۍ' آسټرالیايي پاسپورټونه پدې اونۍ کې د تولید للاندې دي.
———————————————————————————
له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
ته ولاړ شئ.