مهم ټکي:
- د جاپان پاسپورټ د نړۍ په کچه تر ټولو باوري پاسپورت بلل شوی دی.
- د هینلي بنسټ د پاسپورټونو په ډلبندۍ کې آسټرالیا، کاناډا، یونان، مالټا او د چک جمهوریت، اتم ځای خپل کړی.
- د آسټرالیا اوسېدونکي د نړۍ ۴۲ هېوادونو ته له سفر مخکې باید ویزه ترلاسه کړي.
د هینلي بنسټ د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د جاپان پاسپورټ د پنځم ځل لپاره لومړی ځای خپل کړی دی. مګر د افغانستان پاسپورټ تر ټولو د لږ اعتبار لرونکي پاسپورټ په توګه پېژندل شوی او د لېست په پای کې راغلی دی.
د جاپان پاسپورټ لرونکي کولای شي د نړۍ ۱۹۳ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وګړي.
له جاپان وروسته د سنګاپور او سویلي کوریا پاسپورټونو په نوملړ کې دویم ځال خپل کړی. د دغو هېوادونو وګړي کولای شي د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
د پاسپورټونو د درجه بندۍ نوملړ د هینلي او پارټنرز شرکت لخوا خپور شوی. یاد شرکت د دغه لېست د جوړولو لپاره د نړیوال هوایی ټرانسپورټ ادارې (IATA) معلومات کارولي دي.
![A list of countries with the most powerful passports](https://images.sbs.com.au/7b/46/768768ac4912ab5295bf51523d75/passport-countries-01-gfx.png?imwidth=1280)
Japan topped the latest Henley Passport Index. Source: SBS
سره لدې چې د آسټرالیا اوسېدونکي کولای شي یو زیات شمېر هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي، مګر د نړۍ ۴۲ هېوادونو ته له سفر مخکې باید ویزه ترلاسه کړي.
له نیمايي څخه زیات هغه هېوادونه چې آسټرالیایان هلته له ویزې پرته سفر نشي کولای افریقايي هېوادونه دي، لکه ګانا ، کینیا او سویلي سوډان.
د آسټرالیا اوسېدونکي د چین، شمالي کوریا او افغانستان په شمول د آسیا ۱۰ هېوادونو ته له سفر مخکې باید د یادو هېواونو ویزه ترلاسه کړي.
د ۲۰۲۳ کال د پاسپورټونو په ډلبندۍ کې د افغانستان، عراق، سوریې او پاکستان نومونه د لېست په پای کې لیدل کېږي.
د افغانستان اوسېدونکي له ویزې پرته ۲۷ هېوادونو، د عراق ۲۹ هېوادونو، د سوریې ۳۰ هېوادونو او د پاکستان اوسېدونکي ۳۲ هېوادونو ته سفر کولای شي.
![A list of the least powerful passports](https://images.sbs.com.au/57/9f/70b2c8754d5ba643e1504283ee5a/passport-countries-02-gfx.png?imwidth=1280)
The Henley Passport Index ranks the Afghan passport as the least powerful. Source: SBS
زمونږ خپرونه دلته یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.