د آسټرالیا حکومت هرکال له ۱۰۰ زرو څخه زیاتو مهارت لرونکو کسانو ته د دغه هېواد ویزې ورکوي ترڅو وکولای شي آسټرالیا ته د کار او ژوند په موخه راشي.
د حکومت لخوا د ویزو په برخه کې له ورستیو بدلونونو وروسته اوس یواځې په دریو ورځو کې ښوونکو او د روغتیايي برخې کارکوونکو ته د آسټرالیا ویزې ورکول کېږي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د وزارت د نویو لارښونو پر اساس اوس د روغتیا او پوهنې په برخو کې د ویزو ارزونې ته لومړيتوب ورکول کېږي.
LISTEN TO

'ژوند په آسټرالیا کې' کډوالي او آسټرالیا ته د مهاجرت بېلابېلې ویزې
15:17
د نویو بدلونونو پر اساس اوس د ګلوبل ټیلنټ (Global Talent) او د پانګونې په برخه کې د نوښت لرونکو کسانو د ویزو غوښتنلیکونو ته لومړیتوب نه ورکول کېږي.
اوس د آسټرالیا حکومت د ښوونځیو د ښوونکو، د روغتیا برخې د کارکوونکو، د وړکتونونو د مدیرانو، ساینس پوهانو او روانپوهانو د ویزو غوښتنلیکونو په چټکۍ سره ارزوي.

د جون د میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت، د لنډمهاله ویزو لپاره د مهارت لرونکو کارګرانو ۴۳ زره او د اوږمهاله ویزو لپاره شاخوا ۴۷ زره غوښتنلیکونه ارزولي دي.
۱. د روغتیا او تدریس مسلک لپاره غوښتنلیکونه.
۲. هغه کارګران چې د کار ګمارونکو لخوا سپانسر شوي وي.
۳. هغه کسان چې اطرافي سیمو لپاره ځانګړو شویو ویزو ته یې غوښتنلکونه سپارلی وي.
۴. د دایمي او موقتي ویزو فرعي ټولګیو لپاره د ویزې غوښتنلیکونه چې د مهاجرت په پروګرام کې حسابیږي.
۵. د نورو ټولو ویزو لپاره غوښتنلیکونه.
نوي بدلونونه به په لاندې ویزو اغېزه ولري:
سبکلاس ۱۲۴ (ځانګړی استعداد)
سبکلاس ۱۸۶ (د کار ګمارونکي نومونې سکیم)
سبکلاس ۱۸۷ (د سیمه ایز تمویل شوي مهاجرت سکیم)
سبکلاس ۱۸۸ (د سوداګرۍ نوښت او پانګه اچونه - لنډمهاله ویزه)
سبکلاس ۱۸۹(مهارت - خپلواک)
سبکلاس ۱۹۰ (مهارت - نومول شوی)
سبکلاس ۱۹۱(دایمي استوګنځی (مهارت سیمه ایز))
سبکلاس ۴۵۷ (لنډمهاله کار (مهارت))
سبکلاس ۴۸۲ (د مهارتونو لنډمهاله کمښت)
سبکلاس ۴۸۹ (مهارت - سیمه ایز - لنډمهاله)
سبکلاس ۴۹۱( لنډمهاله)
سبکلاس ۴۹۴(د کار ګمارونکي لخوا سپانسر شوې ویزه - لنډمهاله)
سبکلاس ۸۵۸ (نړیوال استعداد)
سبکلاس ۸۸۷(مهارت - سیمه ایز)
سبکلاس ۸۸۸ (د سوداګرۍ نوښت او پانګه اچونه (دایمي).

د آسټرالیا حکومت هرکال له ۱۰۰ زرو څخه زیاتو مهارت لرونکو کسانو ته د دغه هېواد ویزې ورکوي ترڅو وکولای شي آسټرالیا ته د کار په موخه راشي. Credit: 72704086
په نومبر میاشتې کې د آسټرالیا د مهاجرت وزیر، انډریو ګیلز د آسټرالیا د اقتصادي پرمختګ کمېټې ته د خبرو پرمهال ویلي وه چې پخوا د شاوخوا ۱ میلیون غوښتنلیکونو کار ځنډېدلی وه، مګر اوس هغه شمېرې ۷۵۵ زره ته راټیټې شوي دي.
د اس بي اس شبکې معلومات ښيي چې اوسمهال شاخوا ۴۴۲ اضافي کسان د ویزو د ارزولو په برخه کې کار کوي ترڅو د غوښتنلیکونو ارزونه وکړي.
د ویزو د بېلابېلو ډولونو په اړه مهم معلومات د پیدا کولای شئ.
زمونږ خپرونه دلته یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.