د کډوالو پلویانو د آسټرالیا د هغې پرېکړې هرکلی کړی چې غواړي د بشردوستانه ویزو په شمېر کې زیاتوالی راولي

د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال لیبر ګوند ژمنه کړې وه چې د بشردوستانه ویزو شمېر به ۲۷ زره ته ورسوي.

refugees

Credit: Department of Immigration

د آسټرالیا فدرالي حکومت په پام کې لري ترڅو د بشردوستانه ویزو شمېر زیات کړي.

د آسټرالیا حکومت د بشردوستانه ویزو لپاره کلنی ټاکل شوی شمېر له شاوخوا ۱۷ زره او ۸۷۵ ویزو څخه ۲۰ زره ویزو ته پورته کړی دی.

د بشردوستانه ویزو شمېر په ۲۰۱۴ کال کې د پخواني لومړي‌ وزیر ټوني ایبټ لخوا کم شوی وه، مګر په تېرو کلونو کې په تدریجې ټول سره په شمېر کې یو څه زیاتوالی راغلی دی.
د آسټرالیا لومړی وزیر انتوني البنیزي وايي چې د بشردوستانه ویزو په شمېر کې ۱۱ سلنه زیاتوالی یو مناسبه ګام دی.

هغه وايي: "موږ نشو کولای هر هغه کس آسټرالیا ته راولو چې غواړي دغه هېواد ته راشي."

"مګر هغه څه چې موږ د یو مسؤل ملت په توګه کولای شو هغه تل یو سخاوتمنده ونډه لوبول دي."
د کډوالو چارو وزیر انډریو کیلز وایي، د ویزو په شمېر کې زیاتوالی به آسټرالیا ته اجازه ورکړي ترڅو په نړیوال بشردوستانه بحران کې مثبت رول ولوبوي.

هغه وايي: "پداسې حال کې چې په نړۍ کې د پخوا په پرتله زیات خلک بې ځایه شوي، د البنیزي حکومت مخ ته کېږي ترڅو د مېشتېدنې په نړیواله هڅه کې په مسئول ډول، رول ولوبوي."

اوسمهال د بشردوستانه ویزو په پروګرام کې هر کال ۱۷ زره او ۸۷۵ کسانو ته ویزې ورکول کېږي چې ۱۳ زره او ۵۷۰ ویزې د اصلي پروګرام برخه ده او ۴ زره او ۱۲۵ بشردوستانه ویزې په کال کې افغانانو ته په پام کې نیول شوي.
Visa concessions to those impacted by COVID-19 border closures
Visa concessions to those impacted by COVID-19 border closures Source: SBS
د کډوالو پلویانو د حکومت له دغې پرېکړې څخه هرکلی کوي، مګر هیله لري ترڅو دغه شمېرې نورې هم پورته ولاړې شي.

د لیبر ګوند د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال ژمنه کړې وه چې د بشردوستانه ویزو شمېر به ۲۷ زره ته ورسوي. مګر اوسمهال د دغو ویزو شمېر یواځې ۲۰ زره ته پورته کېږي.



شریکول
خپور شوی 18/08/2023 په 12:38pm
سرچینه: SBS