د اسټراليا مهاجرت وزارت: د TPV اوSHEV ويزو لرونکي له دوشنبې ورځ د اسټراليا دايمي ويزو ته غوښتنليک ورکولی شي

د اسټراليا حکومت خپل د ټاکنو کمپاين له ژمنې سره سم نن اعلان وکړ چې اسټراليا کې ميشت ټول هغه کسان چې TPV او SHEV ويزې لري کولی شي له دوشنبې ورځ څخه د اسټراليا دايمي ويزې لپاره غوښتنليک ورکړي.

A group of asylum seekers arrive on Christmas Island

Source: AAP

اسټراليا کې دا مهال له ۹۰ زرو څخه ډير کسان له لنډمهالو ويزو سره ژوند کوي ولې لدې ډلې څخه شاوخوا ۳۱ يې پناه غوښتونکي او کډوال دي.
حکومت خپل ژمنې سره سم اعلان وکړ چې له نن څخه د TPV او SHEV ويزې لرونکي کولی شي دايمي ويزو permanent Resolution of Status (RoS)) لپاره غوښتنليکونه ورکړي.

د مهاجرت وزارت لخوا رسنيو ته استول شوي بيان کې ويل شوي دا مهال اسټراليا کې ۱۹۰۰۰ د TPV او SHEV ويزې لرونکي په شرايطو برابر او وړ دي ترڅو د اسټراليا دايمي ويزې لپاره غوښتنليک ورکړي.

په زرهاو هغه کډوال چې کښتيو له لارې اسټراليا ته راغلي ول او په استرالیا کې له نا معلوم راتلونکي سره يې ژوند کاوه هغوی اجازه نه درلوده ترڅو د اسټراليا دايمې ويزه ترلاسه کړي، په يادو کسانو کې نږدې ۶،۰۰۰ د پښتنو په ګډون افغانان هم شامله ول.
د مهاجرت وزیر انډریو ګیلز وویل "د TPV او SHEV ويزو لرونکي ډیری وختونه په کلیوالو او سیمه ایزو سیمو کې کار کوي، مالیه ورکوي، سوداګرۍ پیل کوي، او زموږ په ټولنو کې ژوند جوړوي، دوی دایمي ویزې پرته نشي کولی د کور اخیستلو، د سوداګرۍ جوړولو یا د نورو زده کړو لپاره پور ترلاسه کړي."

بله خوا دا ډله کډوال او پناه غوښتونکي له خپلو کورنيو څخه کلونو مودې لپاره لرې پاتې شوي هم دي او ډيري د همدو کسانو له لسو کلونو ډيره موده کې خپل کورنيو او بچيانو سره ندي ليدلي.

دا بدلون یوازې په هغو مهاجرینو باندې تطبیق کیږي چې د ۲۰۱۳ کال په وروستیو کې د خپلواک سرحدونو عملیاتو ترنامه لاندې نوي قانون له پیل څخه مخکې استرالیا ته رسیدلي، یا څوک چې د ۲۰۲۳ کال د فبروري ۱۴ څخه مخکې د TPV یا SHEV ويزې لري او يا يې ورته غوښتنليک سپارلی وي.

شاوخوا ۲۵۰۰ هغه کسان چې موقتي ویزې یې لغوه یا رد شوي دي دايمي ويزو لپاره غوښتنليک نشي ورکولی، حکومت وویل چې له دوی څخه به وغوښتل شي چې "په خپله خوښه استرالیا پریږدي".
د کورنیو چارو وزیرې کلیر اونیل وویل چې حکومت د خپلواکو سرحدونو عملیاتو شته پاليسۍ ته ژمن دی ، او هغه کسان چې د کښتۍ په واسطه اسټراليا ته راتګ هڅه وکړي هغوی به بیرته واستول شي.

اغلې وويل، "اجازه راکړئ چې روښانه يې کړم- که تاسو د باوري ویزې پرته آسټرالیا ته د ننوتلو هڅه وکړئ نو تاسو به بیرته واستول شئ، ځکه په آسټرالیا کې د خپلواکو سرحدونو عملیاتو پاليسۍ لاندې د اوسیدو چانس صفر دی."

وروستی اعلان وروسته له هغه کیږي چې کارګر ګوند کښتيو له لارې راغلو کډوالو لپاره لار هواره کړه چې دايمي ويزې ترلاسه کړي او له خپلو کورنيو سره يوځای شي.

—————————————————————————————-
زموږ د له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ  ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ 
زمونږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 13/02/2023 په 12:52am
اپډیټ شوی 13/02/2023 په 1:20am
لخوا SBS Pashto, Abdullah Alikhil
سرچینه: SBS