د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د بالغ شخص د ۱۰ کلن پاسپورټ بیه له ۳۹۸ ډالرو څخه ۴۱۲ ډالرو ته لوړې شوي دي.
د ماشومانو د ۵ کلن پاسپورټ بیه ۲۰۸ ډالرو ته پورته شوې، په داسې حال کې چې پخوا ۲۰۱ ډالره و. د هغو کسانو د پاسپورټونو بیه هم ۲۰۸ ډالره ده چې له ۷۵ کلونو لوی عمر لري.
که چېرې د یو شخص پاسپورټ ورک شوی اوسي، د نوي پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره باید ۲۵۹ ډالر فیس ورکړي.
کوم کسان چې د آسټرالیا تابعیت نلري او غواړي د سفر لپاره سند ترلاسه کړي، کولای شي د ټرول ډاکیومنټ (Travel Document) غوښتنه وکړي چې فیس یې ۲۵۹ آسټرالیايي دالره دی.
د پاسپورټونو فیس باید د غوښتنلیک د سپارلو پرمهال ورکړل شي.
LISTEN TO

د آسټرالیا د تابعیت آزموینې لپاره څنګه چمتو کېدای شئ؟
SBS Pashto
12/10/202307:02
په څو ورځو کې غواړئ پاسپورټ ترلاسه کړئ؟
اوسمهال په آسټرالیا کې د پاسپورټونو د غوښتنلیک ارزونه شاوخوا ۶ اوونۍ وخت نیسي. د یادولو وړ ده چې د ماشومانو د پاسپورټونو د غوښتنلیک ارزونه ممکن تر ۶ اوونیو هم ډېر وخت ونیسي.
هغه کسان چې غواړي د اوونیو پرځای په څو وروځو کې پاسپورټ ترلاسه کړي، د دې لپاره باید اضافي فیس ورکړي.
که چېرې غواړئ په ۲ ورځو کې د آسټرالیا پاسپورټ ترلاسه کړئ نو پکار ده چې ۳۰۰ ډالره اضافي فیس ورکړئ. د دوو ورځو ترڅنګ د ۵ ورځو انتخاب هم شته، مګر په پنځو ورځو کې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره باید ۱۰۴ ډالره اضافي فیس ورکړئ.
LISTEN TO

د آسټرالیا د تابعیت له ترلاسه کولو وروسته تاسو کوم حقونه او مسئولیتونه لرئ؟
SBS Pashto
06/06/202404:51
د آسټرالیا په پاسپورټ څومره هېوادونو ته سفر کولی شئ؟
د هېنلي د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د آسټرالیا او انګلستان پاسپورټونو شپږم ځای خپل کړی.
د دغو هېوادونو اوسېدونکي د نړۍ ۱۸۶ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولی شي، مګر لسګونو نورو هېوادونو ته له سفر مخکې باید ویزه ترلاسه کړي.
آسټرالیایان کولی شي په اروپا کې له ۴۰ څخه زیاتو هېوادونو ته سفر وکړي، پشمول دې جرمني، فرانسې، آیرلنډ، سویډن، هالند او انګلستان.
د اروپا ترڅنګ، آسټرالیایان کولای شي له ویزې پرته د آسیا، افریقا او امریکا په لویې وچې کې لسګونو هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي لکه، مالیزیا، فلپین، مکسیکو، مراکش، قطر، عمان او متحده عربي امارات.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.