په آسټرالیا کې څومره پښتانه ژوند کوي؟

د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښيي چې ډیری پښتانه د آسټرالیا په ویکټوریا او نیو ساوت وېلز ایالتونو کې ژوند کوي.

Australia Map with People

په آسټرالیا کې په هرو ۵ کلونو کې یو ځل سرشمېرنه ترسره کېږي. Credit: bgblue/Getty Images

مهم ټکي:
  • په توله نړۍ کې له ۴۵ میلیونو څخه زیات پښتانه ژوند کوي.
  • د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښيي چې په آسټرالیا کې ۱۲ زره او ۶۵۴ کسان په پښتو ژبه خبرې کوي.
  • په آسټرالیا کې ۶۷.۴ سلنه مېشت پښتانه د دغه هېواد تابعیت لري.
د یونسکو نړیوال سازمان لخوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې په ټوله نړۍ کې د ۴۵ او ۵۵ میلیونو ترمنځ پښتانه ژوند کوي. مګر یو شمېر پښتانه په دې باور دي چې د پښتنو نفوس په ټوله نړۍ کې له ۶۰ میلیونو څخه هم زیات دی.

د یادولو وړ ده چې په ټوله نړۍ کې د پښتنو د نفوس په اړه دقیق سرشمېرنه نده ترسره شوې.

د افغانستان او پاکستان ترڅنګ پښتانه د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو لکه هند، ایران، متحده عربي اماراتو، انګلستان، جرمني، آسټرالیا او یو شمېر نورو هېوادونو کې ژوند کوي.
په آسټرالیا کې څومره پښتانه ژوند کوي؟

په آسټرالیا کې په هرو ۵ کلونو کې یو ځل سرشمېرنه ترسره کېږي.

د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښيي چې په آسټرالیا کې ۱۲ زره او ۶۵۴ کسان په پښتو ژبه خبرې کوي. دغه شمېرې د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي. په ۲۰۱۶ کال کې ۹ زره او ۲۳۴ کسانو په آسټرالیا کې په پښتو ژبه خبرې کولې.

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته آسټرالیا ته له ۱۶ زرو څخه زیات کسان په بشردوستانه ویزو راغلي دي چې په دغه ډله کې یو زیات شمېر پښتانه هم شامل دي. دغو شمېر ته په کتو سره ویلای شو چې نن ورځ په آسټرالیا کې د پښتنو شمېر تر هغه ډېر زیات دی چې په ۲۰۲۱ کال کې ثبت شوی.
تر ټولو زیات پښتانه د آسټرالیا په کومه سیمه کې ژوند کوي؟

د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښيي چې ډیری پښتانه د آسټرالیا په ویکټوریا او نیو ساوت وېلز ایالتونو کې ژوند کوي.

د وروستۍ سرشمېرنې آمار ښيي چې ډیر پښتانه په لاندې سیمو کې ژوند کوي:
  • ډنډینانګ ۴.۸ سلنه
  • نري وارن سوت ۴.۱ سلنه
  • نري وارن ۲.۵ سلنه
  • هلم ۲.۳ سلنه 
  • اوبرن ۲.۲ سلنه 
  • همپټن پارک ۲.۱ سلنه
  • کرنبورن نارت ۲ سلنه
  • مري لنډ ۱.۱ سلنه
د آسټرالیا پښتانه په اصل کې چېرته پیدا شوي؟

د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښيي چې په آسټرالیا کې مېشټ پښتانه په پاکستان، افغانستان، آسټرالیا، نیوي زیلنډ، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو کې پیدا شوي دي.

په آسټرالیا کې مېشټ پښتانه په لاندې هېوادونو کې پیدا شوي:
  • پاکستان ۳۶.۶ سلنه 
  • افغانستان ۳۲.۲ سلنه 
  • آسټرالیا ۲۷.۲ سلنه 
  • نوی زیلنډ ۱.۴ سلنه 
  • ایران ۰.۵ سلنه 
  • متحده عربي امارات ۰.۴ سلنه 
  • سعودي عربستان ۰.۱ سلنه 
څومره پښتانه د آسټرالیا تابعیت لري؟

د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښيي چې په آسټرالیا کې ۶۷.۴ سلنه مېشت پښتانه د دغه هېواد تابعیت لري. ۳۲.۱ سلنه پښتنو ویلي چې د آسټرالیا تابعیت نلري او ۰.۵ سلنه پښتنو دغې پوښتنې ته ځواب ندی ورکړی.

د آسټرالیا څومره اوسېدونکي په دري او هزاره‌ ګي ژبو خبرې کوي؟

د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنه ښيي چې په آسټرالیا کې ۲۹ زره او۸۲۸ کسان په دري او ۴۱ زره او ۶۷۸ کسان په هزارګي ژبه خبرې کوي.

په تېرو ۵ کلونو کې د دري او هزاره ګي ژبو ویونکو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی دی. په ۲۰۱۶ کال کې ۲۰ زره او ۱۷۶ کسانو په دري او ۲۲ زره او ۲۶۹ کسانو په هزاره ګي ژبو خبرې کولې.

شریکول
خپور شوی 23/02/2024 په 4:09pm
اپډیټ شوی 25/02/2024 په 11:31pm
لخوا Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS