په سېډني کې د افغان په نوم د یوه سړک د نومولو هڅې روانې دي

SHB.png

Credit: Credit: Gettyimages

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

نادر اعظمي وايي، د دغه سړک په دواړو خواوو کې جایدادونه د افغانانو ټولنې پورې تړاو لري او باید د دې سړک نوم افغان پلېس (Afghan Place) ته بدل شي.


د آسټرالیا په نیو ساوت وېلز ایالت کې د افغانانو ټولنه غواړي ترڅو په سېډني کې یو سړک د افغان پلېس (Afghan Place) په نوم ونوموي.

د سېډني ښار په بلک ټاون سیمه کې دغه سړک اوسمهال د پرنس سټریټ (Prince Street) په نوم یادېږي، خو د نیو ساوت وېلز د افغانانو ټولنې له ښاروالۍ څخه غوښتنه کړې ترڅو د یاد سړک نوم افغان پلېس ته بدل کړي.

د نیو ساوت وېلز د افغانانو د ټولنې مشر، نادر اعظمي له اس بي اس پښتو سره په خبرو کې ویلي چې د نوم د بدلولو غوښتنه یې په رسمي ډول د بلک ټاون له ښاروال څخه کړې ده.

هغه وايي، ښاروال ژمنه کړې چې د قانوني پروسې له تېرېدو وروسته به له دوی سره اړیکه ونیسي.

مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

د اس بي اس پښتو خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.


شریکول