که څه هم په افغانستان کې هر کال سلګونه غټې او وړې ټرافیکې پېښې کیږي، خو په دې وروستیو کې د دغه هېواد په لویو لارو کې ټرافیکي پېښې په بې سارې کچه زیاتې شوي چې عام خلک يې اندېښمن کړي.
عام باور دا دی چې د چلوونکو لخوا ناغیړي او بې احتیاطي، ګړندی تګ، د زړو او چپ لاس موټر شتون، د سړکونو خرابوالی، د خوندیتوب اصولو او ترافیکي قوانینو ته پام نه کول په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو عمده لاملونه دي.
د افغانستان د ځینو ولایتونو اوسیدونکي په لویه لارو د ټرافیکي پېښو له زیاتېدو اندېښمن دي او د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د مخنیوي لپاره یې ګوټلي ګامونه واخلي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.