د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبډله د اتلانو جام سیالیو لپاره بشپړه چمتو ده

England v Afghanistan - ICC Men's T20 World Cup

د افغانستان کرېکټ بورډ د اتلانو جام سیالیو ته د افغان لوبډلې له بشپړه چمتوالي خبر ورکوي او وايي، افغان لوبډله له هر اړخه دغه جام کې د ګډون لپاره چمتو ده. Credit: James Worsfold/Getty Images

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د اتلانو جام یا چمپینز ټرافۍ لوبې سبا په پاکستان کې پیلېږي.


د اتلانو جام یا چمپینز ټرافۍ لوبې د پاکستان او متحده عربي اماراتو په ګډ کوربتوب ترسره کیږي. په دغو سیالیو کې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.

د اتلانو جام په سیالیو کې افغان کرېکټ ملي لوبډله د لومړي ځل لپاره ګډون کوي چې په خپل ګروپ کې به له سویلي افریقا، انګلستان او آسټرالیا سره سیالۍ ترسره کړي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د مهالویش له مخې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ټولې لوبې په پاکستان کې پلان شوي او لومړۍ لوبه به يې د فبرورۍ په ۲۱ له سویلي افریقا سره وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د اتلانو جام سیالیو ته د افغان لوبډلې له بشپړه چمتوالي خبر ورکوي او وايي، افغان لوبډله له هر اړخه دغه جام کې د ګډون لپاره چمتو ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي، د اتلانو جام سیالۍ دوی لپاره مهمې دي او تمه ده چې افغان لوبډله پکې ښه وځلیږې.

مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
LISTEN TO
Pashto_shahid_afridi_01012024.mp3 image

شاهد افریدی وايي که چېرې فرصت برابر شي حاضر دی چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی شي

SBS Pashto

03/01/202401:41
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

د اس بي اس پښتو خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.


شریکول