هغه اوښبه افغان وپيژنئ کوم چې له اسټراليا څخه يې نورو هيوادونو ته پسونه صادرول

A temporary ban on the shipment of live sheep to the Middle East has ended.

A temporary ban on the shipment of live sheep to the Middle East has ended. Source: SBS News

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

اوښبه افغان میرزا خان په اصل کې افغان و، مګر د هند له کلکتې ښار څخه استرالیا ته راغلی وه.


میرزا خان په اصل کې افغان وه او د بریتانیوي هند په کلکتې ښار کې یې استوګنه درلوده.  نوموړی په  ۱۸۸۹ م کال کې له کلکتې ښار څخه د استرالیا سویلي ایالت ته راغلی وه.

میرزا خان په اسټرالیا کې د سوداګر، کتاب پلورنکي، د کتابتون د کارکونکي او روحاني مشر په توګه دندې ترسره کړي.

مخکې لدې چې میرزاخان په استرالیا کې استوګنه پیل کړي هغه به له هند څخه استرالیا ته اوښان صادرول، مګر وروسته له دې چې میرزاخان استرالیا ته راشي هغه له استرالیا څخه سویلي اسیا ته د پسونو صادرات پیل کړي او دیوې مودې لپاره یې د سوداګرۍ کارونو ته دوام ورکړی.

د اوښبه افغان، میرزا خان په اړه لا ډېر معلومات زمونږ د همکار مجیب منیب په معلوماتي راپور کې واورئ.


شریکول