د اسټراليا فدرال حکومت له هغه وروسته چې د اسټراليا د حکومت په افغانستان کې تيروتنو او پاتې راتلو په اړه رپوټ خپور شو افغانانو لپاره يې د ۱۵۰۰۰ ويزو اعلان وکړ.
د اسټراليا فدرال حکومت د يادو ويزو په اړه ويلي چې دا به راتلونکو څلورو کلونو دوران کې اړمنو افغانانو ته ورکړل شي.
اعلان شوو ويزو کې ۱۰۰۰ بشري مرستو ويزې او ۵۰۰۰ د کورنيو ويزې چې اسټراليا کې ميشت کسان همدې ويزو کارونې سره خپل کورنی غړي دعوت کولی شي.
اسټراليا کې ميشت حقوقي چارو کار پوه او وکيل ډاکټر نظير داور وايي، د اسټراليا فدرال حکومت لخوا اعلان شوې ويزې يو سياسي ګام دی او اصل کې د افغانانو ستونزو ته ځواب نه وايي.
ښاغلی داور وايي، دا يوه سياسي خبر ده او خلکو ته دوکه ورکول دي، ځکه دا ويزې له پخوا شتون درلود.
تر اوسه اسټراليا ويزو لپاره له ۳۲۰۰۰ ډير غوښتنليکونه ورکړل شوي چې د فردي کسانو شمير بيا نږدې ۱۵۰،۰۰۰ کسانو ته رسيږي.
داچې د اسټراليا د حکومت افغانانو لپاره د ويزو اعلان جزيات څه دي، له ښاغلي نظير داور سره مرکه شوې چې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.