۲۲ کلن جيسپر برجيس د لويديځ اسټراليا پرت ښار اوسيدونکی دی او دا مهال پيښور کې ژوند کوي.
نوموړي طالبانو واکمنۍ دوران کې له افغانستان څخه ليدنه کړې او هلته يوه مياشت وخت تيرولو دوران کې يې بيلابيلو ولايتونو ته سفر کړی.
له پښتو ژبې او پښتنو کلتور سره ليونې مينې له وجې جيسپر غواړي دواړه پښتو ژبه او کلتور زده کړې او همدې لپاره له مياشتو راهيسې په پيښور کې ژوند کوي.
اس بي اس پښتو سره په ځانګرې مرکه کې ښاغلي وويل، دا يې يو خوب وه ترڅو افغانستان ته سفر وکړي او له افغانانو سره وخت تير کړي.
جيسپر په کال ۲۰۲۲ کال کې خپل سياسي علومو زده کړې په اسټراليا کې پای ته ورسولې او له هغه وروسته يې خيبرپښتونخوا او افغانستان په لور سفر پيل کړ.
ښاغلي د روان کال جون مياشت کې افغانستان ته سفر وکړ او هلته يې يوه مياشت وخت تير کړ، افغانستان ته يې سفر له تمې لرې ډير ښه وه.
د يوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي جيسپر وويل، پښتنو په اړه ناسم تصور يا سوچ موجود دی ولې هغه وايي، هيڅ ستونزه يې نده ليدلی او له پښتنو سره ژوند کولو څخه خوښ دی.

Source: Jasper Burgess facebook
د ښاغلي جيسپر سفر او تجربې د هغه بشپړې مرکې له لارې واورئ.