څنګه مو خپل TPV او SHEV ويزه د اسټراليا په دايمي ويزې بدلوی شئ؟

Australian Passport

Credit: Australian Passport

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د اسټراليا حکومت اعلان وکړ چې کښتيو له لارې راغلي کډوال کوم چې د SHEV او TPV ويزې لري لدې وروسته کولی شي د اسټراليا دايمي ويزې ترلاسه کړي. ستاسو پوښتنو ټول ځوابونه پدې تيار شوي رپوت کې ځای شوي.


د اسټراليا حکومت خپل د ټاکنو کمپاين له ژمنې سره سم اعلان وکړ چې اسټراليا کې ميشت ۱۹۰۰۰ کسانو ته چې TPV او SHEV ويزې لري دايمي ويزې ورکوي.

دا کسان کولی شي لدې وروسته د اسټراليا نوې دايمي ويزې Permanent Resolution of Status (RoS)) ته غوښتنليک ورکړي.

د اسټراليا د حکومت اعلان له مخه يوازې هغه کسان چې د ۲۰۱۳ کال وروستيو کې د حکومت د سرحدونو نوې پاليسي پلي کيدو څخه مخکې راغلي وي او TPV يا SHEV ويزې لري او يا يې هم ترلاسه کولو پروسه کې دي دوی ټول کولی شي دايمي ويزې RoS ته غوښتنليک ورکړي.

د TPV او SHEV ويزو لرونکي شاوخوا ۱۹۰۰۰ کډوال اوس اجازه لري چې د اسټراليا دايمي ويزه (RoS) subclass 851 لپاره غوښتنليک وسپاري.
د حکومتي شمیرو له مخې، د ۲۰۲۲ کال تر دسمبر پورې شاوخوا ۳۱۲۵۶ کډوال اسټراليا کې اوسيدل.

د دغو کډوالو له نیمایي څخه زیات د ایران (۶۵۱۳ تنه) او د افغانستان (۴۵۷۳ تنه) دي.
TPV and SHEV holders_2.png
Credit: Department of Home Affairs
د اسټراليا د مهاجرت ادارې ویاند وویل چې د شاوخوا ۲۵۰۰ کسانو کډوالی غوښتنليکونه رد شوي، حکومت تمه لري چې دوی "په خپله خوښه" اسټراليا پریږدي.

او پاتې نور په برجنګ BRIDGING VISA ویزو ژوند کوي او د خپلو پناه غوښتنې کيسونو وروستۍ پایلو ته انتظار باسي.

کله او څنګه دايمي ويزې لپاره غوښتنليک وسپارئ؟

د کورنیو چارو وزارت اس بي اس دري پروګرام ته ويلي د ويزو ورکړه له پړاونو سره عملي کيږي او ويزو لپاره وړ کسان په دوو برخو ویشي.

۱. هغه کسان چې فعال غوښتنلیکونه لري: پدې کې هغه خلک شامل دي چې د خپل TPV/SHEV نوي کولو لپاره یې غوښتنلیک ورکړی وي یا د لومړي ځل لپاره د TPV/SHEV لپاره غوښتنه کړې.
دا خلک اړتیا نلري چې د RoS ویزې لپاره بيا غوښتنه وکړي یا مهاجرت ادارې ته نور معلومات ورکړي، د دوی موجود غوښتنلیکونه به په اتوماتيک ډول د RoS غوښتنلیک ته بدل شي.
که چيرې د مهاجرت اداره د معلوماتو غوښتنه وکړي او يا کډوال شخصي معلوماتو کې بدلون راشي بيا پداسې حالت کې بايد مهاجرت ادارې ته معلومات ورکړل شي.
۲. هغه کسان چې فعال غوښتنلیکونه نلري: پدې کې هغه خلک شامل دي چې د هغوی TPV یا SHEV لاهم د اعتبار وړ دي.
د دوو فرعي ګروپونو پرته، دا خلک باید تر هغه وخته پورې انتظار وکړي تر څو چې د مهاجرت اداره دوی ته د غوښتنليک سپارلو کولو لپاره "بلنه" ورکړي، د بلنو ورکړې پروسه ډيره کې د مارچ په وروستیو کې پیل کیږي.
د مهاجرت ادارې د لیک ترلاسه کولو وروسته، دوی کولی شي د ImmiAccount له لارې په خپله آنلاین غوښتنلیک ورکړي.

"حساس يا زیانمنونکي قضیې" او "لومړیتوب قضیې" به د بلنې انتظار کولو څخه معاف وي.

د مهاجرت ادارې ویاند وویل: "د TPV او SHEV درلودونکو ته مهاجرت ادارې لخوا د RoS ویزې لپاره غوښتنليک سپارلو ليک استول پدې معنی ده چې اداره د ویزې غوښتنلیکونه ژر تر ژره پروسس کوي او هم هغو کسانو ته چې مرستې ته اړتيا لري د مهاجرت اداره يې دوی ته برابروي.

غوښتنلیکونه څنګه ارزول کیږي؟

د مهاجرت ادارې ویاند وویل چې د RoS دايمي ويزې غوښتونکي ډيره کې بيا د کډوالۍ کومې ارزونې يا هم مرکې ته اړتيا ونه لري."
د مهاجرت ادارې په وينا، د دايمي ويزو ترلاسه کولو لپاره د روغتیا، ملي امنیت او شخصیت ارزونه کيړي، ولې بله خوا داسې بريښي چې د مهاجرت ادارې سره په کافي اندازه معلومات شتون لري چې وشي کولی يو کډوال وارزوي او ورته دايمي ويزه ورکړي.

د مهاجرت اداره له TPV او SHEV ويزو لرونکو څخه تمه نه لري ترڅو د پولیسو چیک چمتو کړ، ځکه حکومت به په مستقیم ډول له پولیسو څخه د شالید چیک ترلاسه کړي.

اسټراليا کې ميشت د حقوقو چارو کار پوه او وکيل ښاغلي ډاکټر نظير داور وينا، دايمي ويزو ترلاسه کولو لپاره بايد د TPV او SHEV ويزو لرونکي غوښتنليک ورکړي او د TPV او SHEV ويزې په اوتاميتيک ډول نه دايمي کيږي.

د ښاغلي داور په وينا دايمي ويزو ورکړه هم له ځينو شرايطو سره مل وي په ځانګړي ډول د TPV او SHEV ويزو لرونکو کوم جنايي جرم نه وي ترسره کړی.
LISTEN TO
Settlement Guide: How to become an Australian citizen? image

څنګه د اسټراليا تابعيت ترلاسه کولی شئ؟

SBS Pashto

10:04

دا به څومره وخت ونیسي؟

حکومت تمه لري چې "د موجوده TPV او SHEV لرونکی اکثریت" به د پروسس پیل ۱۲ میاشتو کې دننه د RoS دايمي ویزې ترلاسه کړي.

چیرته مرسته ترلاسه کولی شئ؟

حکومت د دايمي ويزې RoS غوښتونکو لپاره د وړیا قانوني مرستې چمتو کولو لپاره ۹.۴ ملیون ډالر ځانګړي کړي دي.

پیسې به په هر ایالت او سیمه کې د قانوني خدماتو چمتو کونکو ته ورکړل شي ترڅو له کډوالو سره دايمي ويزو ترلاسه کولو غوښتنليک برابرولو کې مرسته وکړي.
حقوقي چارو کارپوه او وکيل ډاکټر نظير داور وايي، ياده ويزه او غوښتنليک دواړه وريا دي او هيڅ فيس نه لري.
د ښاغلي داور د خبرو پخلي سره د مهاجرت اداره هم دايمي ويزې غوښتونکو ته خبرداری ورکوي چې د جعل کارانو او دوکې ښکار نشي.
Legal providers.jpg
Credit: SBS Dari

د ویزې ترلاسه کولو وروسته زما حقونه څه دي؟

  • په استرالیا کې د تل لپاره ژوند، کار او زده کړه کول
  • دولتي خدماتو ته لاسرسی لکه میډیکیر او سینټری لنک
  • که اړتیا وي د شکنجې او صدمې لپاره لنډ مهاله مشورې ته لاسرسی
  • د مهاجرت برنامې د کورنۍ ویزې جریان له لارې د دایمي استوګنې لپاره د کورنۍ وړ غړي سپانسر کول، ولې د RoS ویزې لرونکي نشي کولی د بشردوستانه برنامې له لارې خلک سپانسر یا وړاندیز وکړي.
  • استرالیا څخه بهر يا اسټراليا ته د پنځو کلونو لپاره ازاد سفر کول
  • د شرايطو بشپړولو وروسته د اسټراليا تابعيت او پاسپورټ ترلاسه کول
  • وړ کسانو لپاره د انګلیسي ژبې وړیا ټولګیو کې ګډون

او لا ډيرو معلوماتو لپاره له حقوقي چارو کارپوه او وکيل ښاغي نظير داور سره بشپړه مرکه دلته واورئ.

—————————————————————————————-
زموږ د له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ  ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ 

زمونږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول