د ژبې مهارتونو: د انګلیسي ژبې د مهارتونو د ودې لپاره مهم ګامونه

SG Improving English - letters

School and education concept Source: Moment RF / Nora Carol Photography/Getty Images

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د انګلیسي ژبې زده کړه، ستاسو د ویزې او اکاډمیک پرمختګ لپاره د لارې په توګه کارول کېدای شي.


د انګلیسي ژبې زده کړه کولای شي ستاسو د مسلک د امکاناتو لوړوالي او شخصي هدف ته په رسېدلو کې مرسته وکړي.

د انګلیسي ژبې زده کول، پداسې ډول سره چې روانې خبرې پرې وکړئ ستونزمن کار دی او موږ ټول پدې پوهیږو چې د آسټرالیا د انګلیسي په لهجه او محاوراتو پوهیدل څومره ستونزمن کار دی. له همدې امله، نوي ویناوال د ډیری خنډونو سره مخ دي.

مارسیلا اګیلر، د بالغه مهاجرو د انګلیسي ژبې له پروګرام (AMEP) سره د رضاګاره ښوونکې په توګه کار کوي.

یاد پروګرام د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت په مالي ملاتړ مهاجرو ته د انګلیسي ژبې د دزده کړې زمینه برابروي.
SG Improving English - woman with laptop
Credit: Westend61/Getty Images/Westend61
هغه وايي: ”کله چې یو‌ کس هېواد ته را ورسېږي نو کېدای شي لوی عمر ولري، فکر وکړي چې له تعلیمي سیستم څخه د اوږدې مودې لپاره لرې پاتې شوي یا هېڅ ښوونځي ته ندي تللي، له همدې امله دوي د زده کړې لپاره هېڅ تګلاره نلري او په نوي کلتور نه پوهېږي.“

” یو خنډ شته چې خلک ویره لري غلطي به وکړي چې دا احمقانه کار ښکاري. خلک پروا نه کوي که تاسو غلطي کوئ. ژبه د خبرو اترو لپاره ده او خلک یوازې د پیغام اوریدل غواړي. څومره چې تاسو ژبه وکاروئ تاسو به ښه شئ.“

الیسن لینن د Langports English Language College مشره ده. هغه وایي, سره لدې چې خلک انګلیسي ژبه په ورځني ژوند کې زده کوي، مګر د دې لپاره قوي دلیلونه شته ترڅو ژبه په رسمي ډول زده کړل شي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
SG Improving English - Woman listening to lesson on headphones
A Taiwanese woman is listening to music/a podcast/an audiobook through a pair of white headphones. Credit: Peter Berglund/Getty Images
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول