د اسټراليا حکومت په دې تورن شوی چې افغانستان کې ميشت د اسټراليا ويزو غوښتونکي له پامه غورځولي او "د افغانستان له ستونزو يې لاس اخيستی."
د اسټراليا د حکومت وروستۍ پريکړه چې افغانستان کې بند پاتې کسانو د اسټراليا بشري ويزو لپاره ورکړل شوي غوښتنليکونه نه طی مراحل کوي له ګڼو غبرګونو سره مخ شوې.
اسټراليا ميشت د بشر حقونو د څار ادارې غړي ماهر مومند ويلي، "د اسټراليا د حکومت وروستۍ پريکړه خواشينونکې ده او له وجې يې نورې ننګونې رامينځته کيدای شي."
د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې په افغانستان کې هر هغه څوک چې حکومت يې لومړيتوب نه ګڼي د هغوی غوښتنلیکونه نه پروسس کوي بلکې هغه ردوي.
LISTEN TO

څنګه اسټراليا کې د مهاجرت برخې جعلي وکيل يا اجنټ معلومولی شئ؟
SBS Pashto
06/08/202010:24
ښاغلي مومند له اس بي اس پښتو سره خبرو کې وويل، "افغانستان کې ټول خلک يو شان له خطر سره مخ دي او حکومت بايد د هغوی خونديتوب لپاره لاس په کار شي."
حکومت وايي د ۲۰۲۱ په اګست کې د سخت دریځې اسلامپالې ډلې له خوا پر افغانستان واکمنۍ وروسته دوی نشي کولی چې ويزو غوښتنې کوونکو شالید چک يا بايو ميټريک وکړي.

Source: Supplied
د ښاغلي مومند په وينا، د اسټراليا حکومت له وروستۍ پريکړې سره خلک اړ کيږي چې خپل ژوند په خطر کې واچوي او له افغانستان څخه بهر شي.
د طالبانو حکومت د پاسپورټونو ويش او هم له افغانستان څخه باهر سفرونه محدود کړي.
ښاغلی موند له اسټراليا حکومت څخه هر خپلې پريکړې يو ځل بيا غور کولو غوښتنه کړې او بله خوا يې له طالبانو هم غوښتي ترڅو هغو افغانانو ته د سفر اسانتياوې برابرې کړي کوم چې له افغانستان څخه باهر سفر کول غواړي.
تاسې بشپړه مرکه دلته واورئ.
———————————————————————————
زمونږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړی اتوګه له یا څخه ترلاسه کړئ.