يونان اوبو کي د سلګونو پاکستانيانو ډوبيدل، ولې پاکستانيان نورو هيوادونو کې د پناه غوښتنه کوي؟

Migration Greece

This undated handout image provided by Greece's coast guard on Wednesday, June14, 2023, shows scores of people covering practically every free stretch of deck on a battered fishing boat that later capsized and sank off southern Greece. A fishing boat carrying migrants trying to reach Europe capsized and sank off Greece on Wednesday, authorities said, leaving at least 79 dead and many more missing in one of the worst disasters of its kind this year.(Hellenic Coast Guard via AP) Source: AAP / AP

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د پاکستان سياسي او اقتصادي کړکيچ زور اخيستو وروسته بې شميره پاکستانيان بهر هيوادونو کې پناه غوښتنې کوي.


په یوه مرګونې پیښه کې چې د یونان ساحل ته څیرمه رامنځ ته شوه، د پناه غوښتونکو یوه کښتۍ چې ډیری پناه غوښتونکي پکې سپاره ول ډوبه شوه چې په پایله کې یې سلګونه کسان د ښځو او ماشومانو په ګډون خپل ژوندونه له لاسه ورکړل.

د اغیزمنو شویو کسانو په منځ کې سلګونه پاکستاني اتباع شامل ول کومو او د پاکستاني اتباعو مړينې شمير هم حيرانوونکی وه.

پاکستان کې د کړکيچن اقتصادي حالت او سياسي بحران زرګونه کسان اړ کړي ترڅو هيواد پريږدي او نورو هيوادونو کې د پناه غوښتنه وکړي، دا کسان سختو لارو له لارې د پناه غوښتنې او غوره فرصتونو په لټه کې دي.

ليبيا څخه اوروپا په لور روانه کښتۍ چې پکې ۴۰۰ څخه تر ۷۵۰ کسانو سپارل ول، ډير يې له پاکستان، سوريه، مصر او فلسطين هيوادونو څخه ول.

دا کښتۍ يونان اوبو کې د جون مياشت په ۱۴ نيټه ډوبه شوه چې د ۸۲ کسانو وژل کيدو او ۱۰۴ ژغورنې خبر ورکړل شو، ولې بيا د ورکو شمير سلګونو کسانو ته رسيږي.

د پاکستان حکومت د یوناني چارواکو او اړوندو نړیوالو ادارو سره په ګډه د اغیزمنو کورنیو سره د مرستې لپاره هڅې پیل کړي او په دې مشکل وخت کې د خواخوږۍ او مرستې وړاندیز کوي.

بله خوا د لادرکه شویو پاکستانیانو په اړه د مرستې او معلوماتو راټولولو لپاره قونسلګرۍ خدمات متحرک شوي دي.

د يادې وژونکې پيښې په اړه څیړنې دوام لري، دولتونه خپل تمرکز د اغیزمنو کورنیو سره د مرستې په پراخولو او د ورته پیښو د بیا پیښیدو څخه د مخنیوي لپاره د هڅو ګړندۍ کولو باندې کوي.

زمونږ همکار اسلام ګل افريدي پاکستان کې د انساني قاچاق او يادې پيښې سره تړاو په اړه رپوټ چمتو کړی چې بشپړ رپوټ دلته اوريدلی شئ.

شریکول