پاکستان کې قبايلو څخه بې ځايه شوي پښتانه وايي لا اوس هم حکومت ورته اجازه نه ورکوي ترڅو دوی بيرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
د پاکستان پوځ لخوا قبايلو کې ترهګری ضد عملياتو ترنامه لاندې پوځي عمليات ترسره شول چې له امله يې زرګونه پښتانه بې کوره او له فقر سره مخ شول.
قبايلو څخه بې ځايه شوي کسان وايي، لا تر اوسه يې حکومت اړتياو ته رسيدنه نده کړې او نه يې ورسره کړې ژمنې پوره کړي.
ځيني بې ځايه شوي قبايلو پښتانه په هغو کمپونو کې ژوند کوي چې پخوا د افغان کډوالو لخوا کارول کيدل.
زمونږ همکار اسلام ګل افريدي له بې ځايه شوو قبايلو کورنيو سره خبري کړي چې تاسې د هغوی انديښنې دلته اوريدلی شئ.