په آسټرالیا کې د کډوالو اوونۍ هر وخت په هغې اوونۍ کې لمانځل کېږي چې د جون ۲۰ نېټه په کې راشي. د کډوالو اوونۍ د یکشنبې له ورځې پیلېږي او د بلې اوونۍ تر شنبې ورځې پورې دوام پیدا کوي.
په روان کال کې د کډوالو اوونۍ د یکشنبې یعنی د جون له ۱۹ نېټې څخه پیل شوې او د شنبې تر ورځې پورې چې د جون ۲۵ نېټه کېږي دوام کوي.
په آسټرالیا کې د کډوالو اوونۍ لومړی ځل په ۱۹۸۶ کې د آسټ کییر لخوا لمانځل شوې، مګر په ۱۹۸۷ کال کې د آسترالیا د کډوالو شورا هم په کې شریکه شوې او له هغه یوه کال وروسته په یوې ملي اوونۍ بدله شوې.
آغلې کماره وايي چې هر کال د کډوالو اوونۍ یوه موضوع لري ترڅو د هغې موضوع په اړه چې په کډوالو اغیز لري د خلکو پوهاوی زیات شي.

Source: SBS
هغه وايي سږکال یې موضوع شفا ده او دا د تېرو ۱۲ میاشتو انعکاس دی چې هر چا په کې / یو څه ننګونې درلودې.
هغه زیاتوي چې کوویډ موږ ته وښودله چې د انسانو ترمنځ اړیکې څومره مهمه دي.
لا ډېر ولولئ

ولې په آسټرالیا کې د وصیت لیک درلودل مهمه دي؟
د آسټرالیا د کډوالو د شورا اجراییوي مشره آدمه کماره وايي د دغې اوونۍ د لمانځلو اصلي موخه د کډوالو د مثبت رول یادونه ده.
هغه وايي "دا واقعاً یو فرصت دی ترڅو په آسټرالیا کې د کډوالو ټولنو مثبت انځورونه وړاندې کړو."
مهرباني وکړئ پدې اړه لاډېر جزیات په رپوټ کې واورئ.