د کابل ښار اوسېدونکي وايي د روژې په مبارکه میاشت کې د توکو لوړو بیو اندېښمن کړي دي

n00073225-b-1024x734-1-1024x570.jpg

Credit: Spogmai

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

په افغانستان کې هر کال د روژې میاشتې په اوږدو کې په بازارنو کې د توکو بیې لوړېږي چې دا کار خلک اندېښمنوي.


که څه هم د طالبانو حکومت د روژې میاشتې په پیل کې د خپل حکومت له چارواکو غوښتي ول چې د روژې په مبارکه میاشت کې د توکو د بیو د کنټرول د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي خو سره له هغه هم د کابل ښار ځینې اوسېدونکي وايي، چې په بازرانو کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې د پخوا په څېر لوړې دي.

د کابل ښار دغه شمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو لوړو بیو اندېښمن ک ړي او په خبره يې سوداګر د روژې په مبارکه میاشت کې د خلکو له مجبوریته په استفادې په احتکار لاس پورې کوي او د توکو بیې لوړوي چې دوی يې د اخسیتو توان نلري.

دا مهال د افغانستان اکثر اوسیدونکي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې تر نیمايي ډیر نفوس له فقر، بې کارۍ، ناامنۍ او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د کابل ښار ځينې نور اوسیدونکي هم ورته شکایت لري او وايي، چې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي او د سوداګرو له لوري په بازارونو کې احتکار حاکم شوی.

دوی د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې بیې کنټرول او د احتکار مخه ونیسي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

شریکول