د اسټراليا فدرالي ټاکنې د می مياشت په ۲۱ نيټه ترسره کيږي او دوه لوی ګوندونه هر يو ايتلافي ګوند چې دا مهال حکومت په لاس کې لري او بل ليبر ګوند پراخ ټاکنيز کمپاينونه کوي ترڅو ټاکنې وګټي.
لومړي وزير سکاټ موريسن سره د اس بي اس راډيو په استازيتوب مرکه وشوه او پښتو ژبې دوه مهمې پوښتنې مطرح کړې.
لومړۍ پوښتنه: اسټراليا کې زرګونه پناه غوښتونکي او کډوال چې ډير شمير افغانان هم دي له لنډمهالو ويزو سره ژوند کوي، د يادو کسانو راتلونکی معلوم ندی او ځيني حتی له ۸ کلونو ډيرې مودې راهيسې له همدې نا معلوم حالت سره مخ دی، دا کسان له خپلو کورنيو سره نشي يوځای کيدلی، تاسې د هغوی راتلونکي روښانه کولو لپاره څه کوئ؟
سکاټ موريسن: د اسټراليا پاليسې لکه پخوا همداسې ده چې که هر څوک اسټراليا ته غير قانوني لارو څخه راشي هغوی لپاره لنډمهالې ويزې دي او دا به زمونږ تلپاتې پاليسي وي، او مونږ پدې برخه کې روښانه دريځ لرو.
که چيرې مونږ يو بريالۍ مهاجرت پاليسي ولرو نو ځيني قوانين بايد څرګند وي، د مثال په توګه چې تاسې اسټراليا ته څنګه راتللی شئ.
زمونږ د کډوالو او بشري پراخ پروګرام په نړۍ کې يو له سخي او پراخ لاسی پروګرامونو څخه دی.
مونٍ تر اوسه تر ۷۵۰۰ اوکراين کډوال پروسس کړي او هم افغان کډوالو لپاره چې د يوه بده پيښه وشوه او طالبانو واک ترلاسه کړ مونږ تر ۱۶۵۰۰ ويزو ژمنه وکړه ترڅو هغوی اسټراليا ته راشي او دلته يې ملاتړ وشي. د او کډوالو بشري مرستو پروګرام همداسې کار کوي، او دا پاليسي په کلکه د اسټراليايانو لخوا يې ملاتړ کيږي.
مونږ د کډوالو په برخه کې له اوږدې مودې راهيسې سخاوت او پراخ لاسي څخه کار اخيستئ ترڅو کډوال اسټراليا کې ځای پر ځای کړو او دا هغه کسان دی چې رسمي کډوالۍ پروګرام لاندې راغلي.
مونږ به همداسې پاليسۍ ته راتلونکو لسيزو لپاره ادامه ورکړو او مونږ دا يقيني کول غواړي ترڅو خلک دلته اسټراليا ته سمو لارو څخه راشي او مونږ پاليسي به تل همداسې غښتلي وي ترڅو دا يقيني کړو چې همداسې تل لپاره تر سره شي.
دويمه پوښتنه: د بریټن د ۲۰۲۰ کال راپور په تعقیب چې د اسټراليا پوځيانو لخوا په افغانستان کې د ځينو ادعا شوو جنګي جنايتونو څخه پرده پورته شوه، په افغانستان کې د ادعا شویو جنګي جرمونو قربانیانو ته د خسارې د ورکولو لپاره د حکومت پلان څه دی؟
سکاټ موريسن: دا يوه خپلواکه پروسه وه چې تعقيب شوه او مونږ رامينځه کړه د هغه رپوټ وروسته چې حکومت ته وسپارل شوه ، دا مسله د همغې خپلواکې ادارې لخوا پر مخ وړل کيږي او هر څه هغوی سره دي او هغوی به يې په خپلواکه توګه تعقيب کړي.
دد اسټراليا حکومت مخالف ګوند يا ليبر مشر انتوني البنيزي سره مرکې لپاره اړيکه نيول شوې او د ځينو پوښتنو ځوابونو غوښتنه شوې. جزيات وروسته خپريږي.