که اسټراليا کې کور کرايه کوئ نو ستاسو حقونه دادي؟

Rental - AAP-Dan Himbrechts

Rental - AAP-Dan Himbrechts Source: Rental - AAP-Dan Himbrechts

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

کله چې تاسې اسټراليا کې کور کرايه کوی نو تاسې د يو لړ حقونو او مسوليتو خاوندان ياست.ولې پدې روستيو کې داسې رپوټونه خپاره شوي چې ويل کيږي ځيني خلک چې اسټراليا کې کور کرايه کوي هغؤی له ستونزو سره مخ کيږي او ځيني وخت ورسره توپيري چلند کيږي.. ياد کسان ډيره کې مهاجر دي چې قرباني کيږي.. اسټراليا کې د کورنو قيمت لوړوالی او هم داچې نفوس او راکړه ورکړه ډيره شوې نو د کورونو کرايه کول يوه لانجمنه پروسه ګرځيدلې...


.د کرايه کوونکو يوې ټولنې وروستي رپوټ کې ويل شوې چې ډير کرايه کوونکي کسان له ستونزو او هم توپيري چلند سره مخ دي..ياد رپوت کې دا هم ويل شوي چې ۸۰ سلنه له کرايه کوونکو څخه له ۱۲ مياشتو لږې مودې لپاره ورته کور ورکړل شوی او هم ځيني کرايه کوونکي ټاکل شوي وخت لپاره د کرايه قرارداد نه لري

د يادې ادارې مشر Alan Kirkland وايي چې دا ټول کرايه کوونکي خطر سره مخ کړي..

"هغه قوانين چې کورنو کرايه کولو لپاره جوړ شوي د هغو له مخه دا ډير اسانه کوي ترڅو يو کس له توپيري چلند سره مخ شي ځکه چې کله خلک کور کرايه کوي هغؤی د ډير لږ خونديتوب احساس کوي.. ډيري خلک مياشت په مياشت کرايه کولو قرارداد سره مخ وي او په اسانۍ سره ياد قراردادونه له مينځه تلای شي..که چيرې تاسو کوم قرارداد لاسليک کړی وي او وخت يې ختم شې نو له هغه وروسته بيا تاسې ډير لږ حقونو خاوندان اوسئ".

يادې څيړنې کې دا هم ويل شوي چې له هرو ۴ کرايه ګرو څخه يو يې خپل کور کې د عاجله شيانو جوړيدو اړتيا لري او ډيري کرايه ګر بيا له يوې اونۍ ډير انتظار باسي ترڅو مسله يې حل شي'.

او يو په ۷ کرايه ګرو کې بيا کور کې د خرابي شکايت نه کوي ځکه هغوی دا ويره لري چې کيدای شي نوم يې بد شي..

د کورنو ملي ادارې مشر Adrian Pisarski  وايي چې کرايه کوونکي ډيري وخت شکايت نه کوي..

'څومره ډيره موده چې يو کرايه کوونکی يو کور کې اوسيږي هغوی بيا نه غواړي چې شکايت وکړي.مونږ ته دا ويل شوي چې هغه کسان کوم چې ډير وخت کورونه کرايه کوي هغوی شکايت بڼې باندې ښه پوهيږي نو داچې شکايت اوريدو ته يې خاص پام نه کيږي دوی هم شکايت نه کوي".

د اسټراليا نيو ساوت ويلز کې د fair trading  کميشنر Rod Stowe  وايي چې دوی له ټولنو سره نږدي کار کوي ترڅو د هغو حقونه خوندي وساتي..

"مونږ دا درک کوو چې نوو راغلو کسانو لپاره دا ډير ستونزمنه وي چې کورونه کرايه کړي.. هغه لومړی کار چې نوي راغلي کسان يې کوي هغه داچې يو ځای پيدا کړي او په کې ژوند وکړي..مونږ پدې پوهيږو چې نوي راغلي کسان خپلو هيوادو کې داسې قوانين نه لرل لکه څنګه چې دلته اسټراليا کې شتون لري.

مونږ دې ته ژمن يو چې يادو ټولنو سره ښه کار وکړو او هم ورته د هغو د حقونو پوهاوی ورکړو".

يادې ادارې يو ويډيو اعلان tenant guide to rights and responsibilities په نوم جوړ کړی..

ښاغلی  Rod  وايي مخکې لدې چې تاسې کور په کرايه کړئ ځيني شيان دي چې تاسې يې بايد چک کړئ.

" تاسو ته يو چک ليسټ درکول کيږي او هم تاسو ته د کرايه قرارداد درکول کيږي..هغې کې دا ليکل شوي دي چې تاسې کوم کور ته چې ځئ د هغه حالت څنګه دی...تاسو ته د bond پيسو لپاره يوه پاڼه هم درکول کيږي چې بيا تاسې fair tradingادارې سره خپل پيسې خوندي ساتلی شئ او هماغې ادارې ته تاسې پيسې ورکوئ".

کله چې تاسې کرايه کور کې خپل ژوند پيلوئ نو تاسې بايد د کور حالت په اړه خپله يو رپوټ وليکئ يا درکړل شوې فورمه کې هغه ستونزې په نښه کړې کوم چې تاسې يې خپله وينئ او ۷ ورځو کې دا بيرته د کور مالک يا هم د کورونو رهنما ته ورکړئ..

Rod  وايي د کرايه کوونکي په توګه تاسې دا حقونه لرئ.

"تاسې ددې حق لرئ چې د ځينو شيانو ترميم يا جوړيدو غوښتنه وکړئ.

تاسې ددې حق هم لرئ چې کور کرايه کولو دوران کې د نورو اعضافي شيانو غوښتنه وکړئ.

که تاسې کور کې خپله کوم کار کول غواړئ نو د اجازې غوښتنه وکړئ..

که چيرې ستاسو د کور مالک کور پلوري نو تاسې ددې حق لرئ چې د هغو کسانو راتګ وخت محدوده کړئ کوم چې کور ليدو ته راځي.. تاسو ته بايد ۶۰ ورځې وخت درکړل شي که چيرې ستاسو د کور کرايه لوړيږي".

په نيو ساوت ويلز ايالت کې که چيرې تاسې کور کرايه لوړولو او يا هم کور کې د ترميم يا جوړلو برخه کې که ستاسو غوښتنې ته د کور مالک ځواب نه وايي نو  civil and administrative tribunal  ته خپل شکايت وړاندې کولی شئ.

او بل داچې که کرايه کوونکی خپله کرايه نه ورکوي نو د کور مالک دا حق لري چې ۱۴ ورځو کې کرايه کوونکۍ خپل له کوره وباسي..

داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې ويل کيږي ډير نوي راغلي مهاجر هغو پيسو ترلاسه کولو کې ستونزې ګوري کوم چې bond  په شکل کې يې ورکړي وي..

 

'د کور مالک او کرايه کوونکي واک او قدرت کې يو ځانګړی توپير ليدل کيږي او له بده مرغه د کور مالک ته ډير واک په لاس کې ورکړل شوی".

 

ښه خبر داده چې که تاسې خپل کور مالک سره هر رنګه معامله کوئ نو دا ليکلي شکل کې وکړئ..

تاسې خپلو حقونو په اړه لا ډير معلومات سيدني کې له  fairtrading.nsw.gov.au   او يا ملبورن کې consumer.vic.gov.au  ويبپاڼې څخه ترلاسه کولی شئ.


شریکول