شفيع الله مشفيق له ۲۰۱۳ کال راهيسې په اسټراليا کې له لنډمهالې ويزې سره ژوند کوي.
ښاغلی مشفق کښتۍ له لارې اسټراليا ته راغلی او لسو کلونو راهيسې يي له نا معلوم راتلونکي سره په اسټراليا کي ژوند کړی.
اسټراليا ته کښتيو له لارې د کډوالو راتګ له ۲۰۰۹ کال څخه د عامو خلکو او سياستوالو پام ځانته واړوو ځکه په ۲۰۰۸ کال کې ۷ کښتيو باندې ۱۶۱ کډوال اسټراليا ته راغلل ولې بيا ۲۰۰۹ کال کې ۶۰ کښتيو له لارې ۲۷۲۶ کډوال اسټراليا ته راغلل، چې له هغې وروسته د بې شميره کډوالو راتګ پيل شو.
په ترتيت سره
۲۰۱۰- ۱۳۴ کښټۍ - ۶۵۵۵ کډوال
۲۰۱۱- ۶۹ کښټۍ - ۴۵۶۵ کډوال
۲۰۱۲ - ۲۷۸ کښتۍ - ۱۷۲۰۲ کډوال
۲۰۱۳- جون مياشت پورې - ۱۹۶ کښتۍ - ۱۳۱۰۸ کډوال
په کال ۲۰۱۳ کې د اسټراليا حکومت چارې ايتلافي ګوند ته وسپارل شوې او ياد ګوند د هغو کډوالو خلاف چې کښتيو له لارې اسټراليا ته راتلل سخت دريځ خپل کړ.
پارلمان ته نوي قانون وړاندي کولو سره اعلان وشو چې کښتيو له لارې راغلو کډوالو ته د اسټراليا دايمي ويزه نه ورکول کيږي او هم لدې وروسته چې که هر کس کښتۍ له لارې غير قانوني اسټراليا ته سفر وکړي هغه به بيرته وګرځول شي او يا يې له اسټراليا څخه بهر کډوالو کمپونو کې توقيف کوي.
د حکومت لدې پاليسۍ سره کښتيو له لارې د کډوالو راتګ مخه ونيول شوه ولې بيا هغه کسان چې لا دمخه اسټراليا ته راغلي ول هغوی له سخت او نا معلوم راتلونکي سره مخ شول.
ډير له همدو کډوالو څخه خپل کورنۍ او بچي شاته پريښي ول او کلونو لپاره ونه توانيدل چي خپل له ماشومانو سره بيا وګوري.

د اسټراليا د نوي حکومت وروستۍ پريکړه چې کښتۍ له لارې راغلو کډوالو ته د اسټراليا دايمي ويزې ورکوي د مشفق ژوند بدل کړ.
ښاغلی مشفق وايي، تر ټولو سخته وخت د ماشومانو او پلار دومره ډيرې مودې لپاره لرې پاتې کيدل ول او هغه مينه چې بايد همدې کلونو کې شوی وای هغه ضايع شوه.
LISTEN TO

څنګه مو خپل TPV او SHEV ويزه د اسټراليا په دايمي ويزې بدلوی شئ؟
SBS Pashto
14/02/202312:30
ښاغلی مشفق د حکومت له وروستۍ پريکړې ډير خوښ دی او دا خوښي د نوموړي ماشومان هم احساسوي, ځکه ماشومان يې بې صبري سره پوښتنه کوي چې کله هغوی اسټراليا ته راولي.
د حکومت اعلان سره سم دا ويل شوي چې په شرايطو برابر ۱۹۰۰۰ کډوال کولی شي نوو دايمي ويزو ته چې د په نامه ياديږي غوښتنليک ورکړي او د هغې سپارلو ۱۲ مياشتو کې دننه کډوالو ته دايمي ويزه ورکول کيږي.
د ښاغلي مشفق د ژوند خوږې او ترخې واورئ.
———————————————————————————
زمونږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن پهوړیاتوګه له یا څخه ترلاسه کړئ.