څنګه په اسټراليا کې خپلو ماشومانو لپاره ښه ښوونځی غوره کولی شئ؟

SG SelectingSchoolSectors

Female primary school students wearing blue gingham dresses with boys in background Credit: JohnnyGreig/Getty Images

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

آسټرالیا کې د ماشومانو ښوونځي انتخابونو شتون يوه لويه خوشبختي ده. په اسټراليا کې ښوونځيو سيستم په دريو برخو ويشل کيږي؛ مذهبي. دولتي او شخصي ښووځي. دا هم مهمه ده چې د ماشومانو ښوونځيو سيسټم خپل ژوند تګلارې سره سم انتخاب کړئ.


Key Points
  • د آسټرالیا ښوونځي په دریو سکټورونو کې راځي: دولتي، کاتولیک او خصوصي
  • ډیری ښوونځي ګډ تعلیمي سيستم لري دي مګر د هلکانو او نجونو جلا ښوونځي هم شتون لري.
  • د ښوونځي لوړ فیسونه تل ستاسو د ماشوم لپاره د ښو زده کړې پایلو معنی نلري
  • Students can change school at any time
د آسټرالیا تعلیمي سیسټم په دریو برخو ویشل شوی: حکومت چې د عامه یا دولتي ښوونځیو په نوم هم پیژندل کیږي، کاتولیک ښوونځي، او خصوصي ښوونځي.

اسټراليا کې د ښوونځي درې سکتورونه

دولتي، کاتولیک او خصوصي ښوونځي په هر ایالت کې د ورته تنظیم کونکو ادارو لخوا اداره کیږي.

د نیو انګلینډ په پوهنتون کې د ښوونې او روزنې استاد ډاکټر سیلي لارسن په وینا، "د ټولو سکتورونو زده کونکو ته یو شان نصاب وړاندې کوي، او ښوونکي ټول د ورته پروسې په کارولو سره اعتبار لري. توپیر دا دی چې ځینې سکتورونه له والدینو څخه غوښتنه کوي چې د زده کړې لپاره پیسې ورکړي. ولې بيا ډيري دولتي ښوونځي وړيا دي.
پدي اره بشپړو رپوټ واورئ

شریکول