د اسټراليا فدرالي ټاکنو کې د ايتلافي ګوند (ليبرال او نيشنل) ماتې ډير حيران کړل ځکه پدې ټاکنو کې ايتلافي ګوند داسې څوکۍ له لاسه ورکړې کوم چې له لسيزو له ياد ګوند سره وې.
د ټاکنيز کمپاين دوران کې دواړو ګوندونو يو لړ ژمنې وړاندې کړې او د يادو ژمنو يو مهمه برخه کډوالو پورې تړلې وه.
ايتلافي ګوند د نړيوال ګډوالۍ پروګرام او هم په اسټراليا کې زرګونه کډوال چې لنډمهالو ويزو باندې ژوند کوي پر وړاندې خپل پر کلکې پاليسې ولاړ وه.
د اسټراليا پخواني لومړي وزير سکاټ موريسن د اس بي اس پښتو پوښتنې په ځواب کې وويل، د حکومت پاليسې د کډوالو پر وړاندې نه بدليږي او هغه کډوال چې په غير قانوني توګه اسټراليا ته راشي هغوی ته لنډمهاله ويزه ورکول کيږي.
بله خوا د ليبر ګوند بيا د پخواني حکومت ټولو پاليسيانو پلي کولو ژمنه کړې ولې يوازې د هغو کډوالو په اړه يې جلا ژمنه کړې کوم چې لا دمخه په اسټراليا کې له لنډمهالو ويزو (TPV) باندې ژوند کوي.
پدې کډوالو کې زرګونه افغانان هم شامله دي.
د ليبر ګوند مشر انتوني البنيزي ژمنه کړې چې د لنډمهالو ويزو لرونکو ته د اسټراليا دايمي ويزه ورکوي.
دا مسله مو له کډوالو چارو شنونکي او د اسټراليا بشر حقونو څار ادارې غړي ماهر موند سره مطرح کړې او لا ډير جزيات مو راخيستي.
تاسې بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.