اسټراليا کې له ۸۰۰ زرو ډير مسلمانان ميشت دي او پدې هيواد کې ګڼ شمير جوماتونه او اسلامي مرکزونه هم فعاليت کوي.
اسټراليا کې د مسلمانانو تر ټولو لوی اسلامي مرکز د امامانو شورا په نوم ياديږي کوم چي د مسلمانو ټولنو سره له نږدې کار کوي او هم د هغوی په استازيتوب له دولت سره نږدې اړيکې پالي.
لکه اسټراليا د نړۍ ځينو نورو هيوادونو کې مسلمانان د روژې پيل او پای او هم د اختر ورځو اعلان برخه کې له اختلافاتو سره مخ کيږي.
اسټراليا کې ډير شمير مسلمانان بيا د امامانو د شورا لارښوونې باندې عمل کوي او خپل روژه او اختر هم د يادې شورا له اعلان سره سم لمانځي.
اسټراليا کي دننه او بهر له ډير سره دا پوښتنه مطرح کيږي چې څنګه او ولې د اسټراليا د امامانو شورا له وخت څخه وړاندې د روژې او اختر اعلان کوي.
د اسټراليا د امامانو شورا د ۲۰۲۳ کال اپريل د مياشت ۲۲ نيټه چې د شنبې ورځ کيږي د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.
اسټراليا کې ديني عالم او د اسټراليا د امامانو ملي شورا غړی ډاکټر افتخار احمد وايي،" اسټراليا کې د امامانو ملي شورا او د هغې فتوا څانګه خپلې پريکړې د فلکي ادارو معلوماتو پر بنسټ کوي."
دا ادارې د سپوږمۍ راختو او لويدو بحير ټکنالوژي کارونې سره کوي کوم چې ډير دقيق معلومات له يادې شورا سره شريکوي او تر اوسه د يادې شورا هيڅ يو اعلان غلط ندی ثابت شوی.
ډاکټر افتخار احمد د دين په رڼا کې دا مسله روښانه کوي او د هغې ترڅنګ دا هم وايي چې د ټکنالوژي له کارووني سره د مسلمانانو ترمينځ يووالی هم رامينځته کړي.
د روژې او اخترونو اعلان دوديز ډول څخه لرې له وخت څخه مخکې اعلان کولو ته مو ديني عالم له نظره کتنه کړې.
لا ډير معلومات بشپړه مرکه کې واورئ.