د سرطان نړیواله ورځ له ۲۰۰۶ م کال راپدیخوا نمانځل کیږي، په دغه ورځ د سرطان ناروغۍ په برخه کې د نورو څېړنو او د هغې د نورو درملنو په اړه بحثونه کیږي.
د معلوماتو له مخې د زړه له ناروغۍ وروسته سرطان د نړۍ په کچه ترټولو ډېره وژونکې ناروغي بلل کیږي.
په افغانستان کې بیا په دې ناروغۍ یو شمېر اخته کسان په دغه هېواد کې د یادې ناروغۍ د درملنې له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې په دې هېواد کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره کافي خدمات نشته.
دوی وايي، دمګړۍ په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو درملنه ممکنه نه ده او اړ دي چې د درملنې په موخه بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي.
مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.