په کنبرا کې څو کلتوریز ملي فېسټیوال؛ د افغاني کلتور شریکولو لپاره یو ښه فرصت

Untitled design.png

Credit: Supplied

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د کنبرا څو کلتوریز ملي فېسټیوال، د مخلتفو کلتورونو د شریکولو او نمانځلو لپاره مهم فرصت بلل کېږي.


د آسټرالیا په پلازمینې کنبرا کې څو کلتوریز ملي فېسټیوال له ۱۹۸۱ کال راهیسې هر کال جوړېږي.

په دغه فېسټیوال کې د افغانانو د ټولنو ترڅنګ، بېلابېلې ټولنې ونډه اخلي ترڅو خپل کلتور له نورو سره شریک کړي او ونمانځي.

په کنبرا کې د افغانانو ټولنه له تېرو دریو کلونو راهیسې په دغه فېسټیوال کې فعاله ونډه لري.

د ۲۰۲۵ کال په فېسټیوال کې د افغانانو د ټولنې ترڅنګ، په آسټرالیا کې د افغانستان سفارت او "ازادي زن" ټولنې هم خپلې غرفې درلودې ترڅو د افغانانو کلتور او فرهنګ له نورو سره شریک کړي.

اس بي اس پښتو د همدغې موضوع په اړه په کنبرا کې د افغانانو د ټولنې له مشر، زلمي صافي سره مرکه ترسره کړې.

لا ډېر معلومات په ترسره شوې مرکې کې اورېدلی شئ .
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

د اس بي اس پښتو خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول