د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړیوالې ورځې سره برابره ده.
دا ورځ په ۲۰۱۲ م کال کې د ملګرو ملتونو د پوهنې، کلتور او ساینس ادارې غونډه کې د اسپانیا د وړاندیز له مخې په ګوته شوه او ورپسې کال د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې په ټولیز ډول ومنل شوه او د نړیوالې ورځې په توګه يې اعلان کړه.
یونسکو وايي د راډیو نړیوالې ورځې تر شاه لامل دا دی چې دا یو ارزانه او یوه مشهوره وسیله ده، چې کولي شي تر ټولو لرې پرتو سیمو او ګوښیو شوو ټولنو ته معلومات پوهنه او پیغام ورسوي.
په نړۍ کې د راډیو جوړېدو څه باندې پیړۍ ووته، خو د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس لاهم دغه رسنۍ په پراخ ډول اوریدل کیږي.
راډیو هغه غږیږه رسنۍ ده چې د ټولنې د هرې کچې او هر قشر وګړي په هر ځای کې ورته لاس رسی لري او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د ژر او باوري معلوماتو د لیږدولو تر ټولو ساده وسیلې په توګه د وګړو په منځ کې د خلکو پام ځانته اړولی دی.
د راډیو اختراع او د امواجو په وسیله د غږ خپریدل د چاپ له ماشين وروسته په نړۍ کې د کلتور او پوهې د لیږد دوهم ستر انقلاب ګڼل کیږي، او مخ پر ودې هېوادونو کې چې د سواد کچه پکې ټېته ده، د خلکو په منځ کې ځانکړی ارزښت هم لري.
د نړۍ د نورو هېوادونو په څیر افغانستان کې هم راډیو په رسنیز ډګر کې لا لومړی ځای ساتلی دی.
په افغانستان کې بیا د راډیو خپرونې ۱۰۵ کاله دمخه د پخواني پادشاه امان الله خان په دوره کې پیل شوي او شاوخوا یوه پیړۍ وروسته لاهم راډیو په افغانستان کې خلکو ته د معلوماتو د رسولو د چتګې وسیلې په توګه خپل ځای ساتلی دی.
خو دا دویم کال دی چې د راډیو نړیواله ورځ په افغانستان کې په داسې حال کې را رسیږي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته لسګونه راډیو ګانو خپل نشرات بند کړي او کوم هغه چې اوس مهال فعالیت لري د اقتصادي ستونزو له امله يې نشرات د پخوا په پرتله کم کړي دي.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.