مهم ټکي:
- د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبغاړې د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۳۰مه نېټه په ملبورن کې ۲۰ اوریزه لوبه ترسره کوي.
- د افغانستان د ښځینه کرېکټ ډیری لوبغاړې د جمهوریت له سقوط وروسته آسټرالیا ته راغلي او اوسمهال د آسټرالیا په ملبورن او کنبرا ښارونو کې ژوند کوي.
- تر دې وړاندې د افغانستان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د کرېکټ له نړیوالې شورا غوښتنه کړې وه چې په آسټرالیا کې د ښځینه کرېکټ لوبډلې په جوړېدو کې مرسته وکړي.
د آسټرالیا د کرېکټ بورډ د خبر له مخې، د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبغاړې به د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۳۰مه نېټه د " بې پولې کرېکټ" لوبډلې سره په ملبورن کې لوبه ترسره کړي.
د جمهوریت له سقوط مخکې، د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا له ۲۵ ښځینه لوبغاړو سره قرار داد شوی و چې د طالبان له واک ته رسېدو وروسته ۲۲ لوبغاړې آسټرالیا ته راغلي او اوسمهال د آسټرالیا په ملبورن او کنبرا ښارونو کې ژوند کوي.
د آسټرالیا کرېکټ بورډ وايي چې دغه لوبه د آسټرالیا د حکومت په ګډون د افغانستان د ښځینه لوبغاړو او نورو برخه والو په مشوره تنظیم شوې ده.
سره له دې چې دغه لوبه د آسټرالیا د کرېکټ بورډ په ملاتړ ترسره کېږي، آسټرالیا په افغانستان کې له ښځو سره د طالبانو د ناوړه چلند له افغان ملي لوبډلې سره درې ځله لوبې لغوه کړي دي.
LISTEN TO
د کرېکټ نړیوالې شورا لا هم د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبغاړو لیک ته ځواب نه دی ورکړی
SBS Pashto
07/10/202404:33
دا په داسې حال کې ده چې د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) لا هم د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبغاړو لیک ته ځواب نه دی ورکړی.
جولای میاشتې په لومړیو کې د افغانستان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د کرېکټ له نړیوالې شورا (ای سي سي) څخه غوښتنه وکړه ترڅو د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبډلې په جوړېدو کې مرسته وکړي.
د ښځینه لوبغاړو غوښتنه دا وه چې ښځینه لوبډله په آسټرالیا کې جوړه شي او د افغانستان په نوم لوبې ترسره کړي.
LISTEN TO
شاهد افریدی وايي که چېرې فرصت برابر شي حاضر دی چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی شي
SBS Pashto
03/01/202401:41
د اس بي اس پښتو خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.