آسټرالیایان کولی شي د نړۍ ۱۸۹ هېوادونو ته بې ویزې سفر وکړي

د آسټرالیا پاسپورټ په تازه درجه بندۍ کې ۵ ځای خپل کړی. د دغه هېواد اوسېدونکي کولی شي د نړۍ ۱۸۹ هېوادونو ته بې ویزې سفر وکړي.

Changes in 2018

Source: Getty / Getty Images

د هېنلي د پاسپورټونو په تازه درجه بندۍ کې د سنګاپور پاسپورټ یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو با اعتباره او د افغانستان پاسپورټ تر ټولو کم اعتباره پاسپورټ پېژندل شوی دی.

د سنګاپور اوسېدونکي کولی شي د نړۍ ۱۹۵ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د فرانسې، جرمنې، ایټالیا، جاپان او هسپانیا پاسپورټونو دویم ځای خپل کړی چې اوسېدونکي یې کولی شي له ویزې پرته د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته سفر وکړي.
اتریش، فنلنډ، ایرلنډ، هالنډ، لوګزامبورګ، جنوبي کوریا او سویډن په درجه بندۍ کې درېیم ځای لري. د دغو هېوادونو وګړي کولای شي‌ د نړۍ ۱۹۱ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

د هینلي بنسټ د پاسپورټونو په ډلبندۍ کې آسټرالیا او پرتګال،پنځم ځای خپل کړی. د دغو هېوادونو اوسېدونکي کولای شي د نړۍ ۱۸۹ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

د آسټرالیا پاسپورټ د روان کال په لومړیو کې ۶ ځای کې و، مګر اوس پنځم ځای لري.

د آسټرالیا پاسپورټ لرونکي کسان کولای په اروپا کې له ۴۰ څخه زیاتو ځایونو ته سفر وکړي، پشمول دې جرمني، فرانسې، آیرلنډ، سویډن، هالند او انګلستان.

د اروپا ترڅنګ، آسټرالیایان کولای شي له ویزې پرته د آسیا، افریقا او امریکا په لویې وچې کې لسګونو هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي لکه، مالیزیا، فلپین، مکسیکو، مراکش، قطر، عمان او متحده عربي امارات.

اسرائیل او فلسطین له هغو ځایونو څخه دي چې له آسټرالیایانو غوښتل شوي ترڅو هلته له سفر مخکې یو ځل بیا فکر وکړي.

سره لدې چې نارو او پاپوا نیو ګیني د آسټرالیا ګاونډي هېوادونه دي، آسټرالیایان باید دغو سیمو ته له سفر مخکې ویزه ترلاسه کړي.
د هینلي بنسټ د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ ته وروستی ځای ورکړل شوی.

سره لدې چې د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ معرفي شوی، خو د دغه هېواد اوسېدونکي کولای شي د نړۍ ۲۶ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.

یاد لېست کې له افغانستان مخکې د سوریې، عراق، یمن او پاکستان نومونه لیدل کېږي.

د سوریې پاسپورټ لرونکي ۲۸، د عراق ۳۱، یمن ۳۳ او پاکستان اوسېدونکي هم ۳۳ هېوادونو ته پرته له ویزې سفر کولای شي.
د هېنلي او پارټنرز ادارې، دغه لېست د نړیوال هوایی ټرانسپورټ ادارې (IATA) په مرسته برابر کړی دی.

دغه معلومات د هینلې او پارټنرز ادارې له وېب پاڼې څخه ترلاسه شوي. د لا ډېرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د یادې ادراې له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ:

شریکول
خپور شوی 25/07/2024 په 5:52pm
اپډیټ شوی 29/07/2024 په 8:48pm
لخوا Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS