مهم خبرونه:
- د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په ۲۰۲۵ کال کې به کابو ۳ نیم میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.
- د طالبانو حکومت د ۲۰ میلیارد افغانیو په ارزښت د برښنا تولید او لېږد قراردادونه لاسلیک کړي.
- د طالبانو مشرتابه له نړیوالو غواړي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونکړي.
- د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو له فیفا غوښتي چې نړیوالو سیالیو ته د افغان ښځينه فوټبالرانو بېرته ستنېدو ته زمېنه برابره کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په ۲۰۲۵ کال کې به کابو ۳ نیم میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي.
دغه سازمان د یو راپور په خپرولو سره ویلي چې اوسمهال ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې له خوارځواکۍ سره مخ دي چې د درملنې او تغذیې بیړني ملاتړ ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال سازمان تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې په افغانستان کې د حیاتي مرستو د ساتلو لپاره د ۵۵۵ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې.
د خوړو نړیوال پروګرام په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې له لسو څخه اته کورنۍ د کافي خوړو برابرولو توان نلري او له څلورو څخه درې کورنۍ باید د اساسي خوړو د اخیستلو لپاره پور واخلي.
LISTEN TO

ایا افغانستان کې نوې سیاسې لوبه پیلېدونکې ده؟
SBS Pashto
25/03/202506:29
د طالبانو حکومت د ۲۰ میلیارد افغانیو په ارزښت د برښنا تولید او لېږد قراردادونه لاسلیک کړي.
د طالبانو حکومت د برښنا ریاست یاد تړونونه له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړي دي.
د برېښنا په یادو پروژو کې ۸ د برښنا د تولید او دوه پروژې هم د برښنا د مزو د تمدید دي.
د دغو پروژو ټولیز ظرفیت ۲۲۸.۴۵ میګاوټه دی چې د افغانستان په څلورو زونونو او ۷ ولایتونو کې به پلي شي.
د طالبانو مشرتابه له نړیوالو غواړي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونکړي.
د طالبانو مشرتابه دغه غوښتنه په خپل اختریز پیغام کې کړې او له هېوادونو يې غوښتي چې د افغانستان د خلکو ارزښتونو ته درناوي وکړي. د طالبانو مشرتابه په خپل اختریز پیغام کې له ټولو اسلامي هېوادونو سره د ورورۍ پر بنسټ د اړیکو غوښتنه کړې.
نوموړي په دې اختریز پیغام کې له محکمو غوښتي چې حدود پلي کړي، ځکه په وینا يې دا د دوی د قربانیو ستره موخه وه.
هغه ښونیزې ادارې مکلفې کړي او له دغو ادارو يې غوښتي چې ښوونیز نصاب دې له شریعت سره سم جوړ کړي.
د طالبانو د مشرتابه په اختریز پیغام کې تر شپږم ټولګي پورته او پوهنتونونو کې نجونو ته د زده کړو په اړه څه نه دي ویل شوي .
LISTEN TO

پاکستان کې د ناامنیو د زیاتېدو اصلي لاملونه څه دي؟
SBS Pashto
17/03/202512:24
د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو له فیفا غوښتي چې نړیوالو سیالیو ته د افغان ښځينه فوټبالرانو بېرته ستنېدو ته زمېنه برابره کړي.
د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو دغه غوښتنه د یو راپور په خپرولو سره کړې ده.
د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ هم په بهر کې د افغانستان د ښځېنه فوټبال ټیم د رسمیت پيژندنې غوښتنه کړې او د دې غوښتنې ملاتړ يې کړی چې دا لوبغاړې په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.
د یادونې ده چې دغه غوښتنه د دوه زره شپږ ویشتم کال د اسیايي اتلولۍ د مقدماتي لوبو د بچې اچونې په درشل کې شوې ده.
ددې لوبو له لارې لوبډلې، د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام ته لار پیدا کوي.