افغان ابدالیانو د لومړي ځل لپاره د اېمرجېنګ جام سیالیو اتلولي وګټله

د افغان ابدالیانو (افغانستان الف) کرکټ لوبډلې ‍ د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو په پایلوبه کې سریلانکا ته د ۷ ویکټو په توپیر ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د یادو سیالیو اتلولي په خپل نوم ثبت کړه.

464619679_1101491651980899_3014690930776382155_n.jpg

افغان ابدالیان د لومړي ځل لپاره د اېمرجېنګ جام سیالیو اتلولي وګټله Credit: Afghanistan Cricket Board /CREIMAS

د اېمرجېنګ اسیا جام سیالیو په پایلوبه کې سریلانکا د پچې له ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه او د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یې، د افغان ابدالیانو لوبډلې ته د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه.

د سریلانکا لوبغاړي سهان اراچیګ ۶۴، نیمیش ویموکتي ۲۳ او پاون ۲۰ منډې ترسره کړې.

د افغان ابدالیانو لپاره په توپ اچونه کې بلال سمیع ۳ او الله محمد غضنفر ۲ لوبغاړي وسوځول.
سره لدې چې د لوبې په پیل کې زبید اکبري خپل ویکټه له هېڅ یوې منډې پرته له لاسه ورکړه، مګر افغان ابدالیانو لوبډلې د سریلانکا هدف په نولسم اور کې ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

په دغه لوبه کې صدیق الله اتل د تېرو لوبو په څېر یو ځل بیا ښه وځلید او د افغانستان لپاره یې په ۵۵ توپونو، ۵۵ منډې ترسره کړې او نا سوځېدلی پاتې شو.

کریم جنت هم د افغانستان لپاره ښه لوبه وکړه او په ۲۷ توپونو د ۳۳ منډو له ترسره کولو وروسته یې خپله وېکټه له لاسه ورکړه.

د افغان لوبډلې تکړه لوبغاړی صدیق الله اتل د اېمرجېنک جام سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی نومول شوی دی.
LISTEN TO
Pashto_cricket_30092024.mp3 image

په افغانستان کې یو فعال ځوان غواړي د کرېکټ په مرسته ځوانان له نشه يي توکو را وګرځوي

SBS Pashto

30/09/202404:16
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږله ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

د اس بي اس پښتو خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 28/10/2024 په 9:32am
اپډیټ شوی 28/10/2024 په 10:50am
سرچینه: SBS